خوب وکړئ ،چې ښکلـــــــــي شئ!

د ۲۰۰۹ کال يوه ليکنه مې پوسټ کوم ، چې نن سبا يې سرليک (خوب وکړه چې ښکلی شې) د ځينو موټرو په ښيښو هم غټ،غټ ليکل شوي دي.

د نويو څېړنو له مخې هغه کسان چې د شپې له مخې پوره خوب کوي؛ تر نورو هغو چې پوره خوب نه کوي، ښايسته، ښکلی او بشاش کېږي. په واشنگټن کې د نويو څېړنو له مخې کره شوې ده، چې بيوټي سليپ کومه افسانوي خبره نه ده. د واشنگټن پوسټ د خبر له مخې د سويډن هېواد په کارولينسکا انسټيټيوټ کې جان ايکسلن او دده ډلې له ١٨ کلنو څخه تر ٣١ کلنو کسانو پورې په بېلابېلو کسانو باندې څېړنه وکړه، او دشپې له مخې يې د اتو ساعتونو خوب په لړ کې هر،هر ساعت بېلابېل عکسونه له خوبه وړو واخيستل ، او همدارنگه له هغو کسانو يې هم انځورونه واخيستل چې پنځه ساعته خوب يې کړى وو، د دوى د څېړنې له مخې هغه کسان چې له اتو ساعتونو کم خوب کوي، ناسم روغتيايي حالت لري، ډېر زړه وړونکي نه وي، او په ورځنيو چارو کې هم سست وي، او په مقابل کې يې هغه کسان چې پوره اته ساعته د شپې له مخې خوب کوي ، ښکلي، چست، او له روغتيايي پلوه ډېر صحت مند وي.

د بريتانيا د خوب او فزيولوژي پروفيسر ډاکټر ډرک يان ډېک په برتانيا کې د خوب د څېړنو په مرکز کې وويل: د بې خوبي اغېز تر هغه چې په انځورونو کې ښکاري ډېر دى.

د څېړونکو په وينا دا موندنه به په طبي چارو کې ډېر گټوره ثابته شي، او له ډاکټرانو سره به د ناروغانو د ناروغيو د نـښو په موندلو کې ډېره زياته مرسته وکړي.

ياده دې وي ،چې دا ټول انځورونه د يوه ټاکلي معيار له مخې اخيستل شوي يانې د داوطلبانو واټن له کمرې څخه، د دوى پوستکى ، اوله هر ډول ارايش څخه د دوى د مخ پاکوالى پکې په نظر کې نيول شوى دىNoor aial

سرچینه : ټرېبل نیوز