پنجشنبه , 18 اپریل 2024

خوښي او شتمني په وېشلو لا زیاتېږي

مینه، پیسې او مال نه ده چې جمع شي؛ بلکې هغه عطر او ښکلا ده چې له نورو سره باید ووېشل شي. له څاه څخه د اوبو ایستل د دې سبب کېږي چې د څاه اوبه نورې هم تازه شي، خو که د څاه سر وتړی او له اوبو یې ګټه وا نخلی، د وخت په تېرېدو سره په څاه کې شته چینې غیر فعالېږي او په تدریج سره چینې مري، خو تازه اوبه تل روانې وي.

ګورجیف به ویل: «ټول هغه څه مې چې جمع کړل، له منځه ولاړل، خو هغه څه مې چې له نورو سره شریک کړل، له ماسره پاتې شول. اوس هم له ما سره دي، خو څه مې چې جمع کړي وو، د تل لپاره له منځه تللي».

خوښي چې هر څومره ووېشل شي، په هماغه کچه زیاتېږي. عقل، راز او نیاز، مینه، ښکلا او نېکمرغي ټول په دې ښکلا کې ګډ کړی. که د وېشلو لپاره یې څوک نه لری، نو له خپل چاپېریال سره یې ووېشی. مهمه دا ده‎ چې ویې وېشی.

کاپی لومړیتوب ویب