پنجشنبه , 28 مارچ 2024

خپلي سینې څنګه پاکي ولرو؟

یاره هغه فلانی به ته نه پیژنې؟ ولي نه هغه خو ډیر ښه سړی دی، هی هی… ته څه خبر یې …! هغه … هغه خو … له دې وروسته به یوه خبره رښتیا د غیبت په توګه او لس دروغ د بهتان په توګه په هغه غایب غریب پوري ونښلوي، دا ډول بدمرغه مجلسونه زموږ د خلکو شپه ورځ بوختیا ده او پایله یې داده چې سینې مو د یوه بل پر خلاف له کینو او عقدو ډکي دي، هر وخت په یوه بل بدګومانه په یوه بل نیت بدي او په سلو نورو ټولنیزو ناروغیو لړلي او سینې ککړې ګرځو! .

راشئ! د دې ناروغيو د درملني له پاره یوه ستره، ګټوره، پخه او رڼه نبوي لارښوونه درته تشریح او تفصیل کړم، د دې حدیث په لومړۍ برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته وایي: تاسو باید ماته هیڅکله زما د کوم ملګري په اړه څه خبره ونه کړئ، ځکه زه مینه لرم چې تاسو ته کله راځم نو سینه مي پاکه او ستاسو په اړه کومه خبره نه وي په کې. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا يُبْلِغْنِي أَحَدٌ مِنْكُمْ عَنْ أَحَدٍ مِنْ أَصْحَابِي شَيْئًا ، فَإِنِّي أُحِبُّ أَنْ أَخْرُجَ إِلَيْكُمْ وَأَنَا سَلِيمُ الصَّدْرِ ” . رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواکي اعلان کوي چې ګورئ! ماته زما د یوه ملګري خبره هم مه کوئ، ځکه د یو چا په اړه چې څوک څه واوري چې په هغه کې داسي خویونه شته یا داسي خبرې کوي نو طبعاً د اوريدونکي په زړه کې خوابدي او غوسه پیدا کیږي.

د حدیث په وروستۍ برخه کې یوه کیسه ګۍ راځي د هغې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم عجیب حکیمانه غبرګون ښیي، راوي وایي: له دې خبرې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د غنیمت مال راغی او هغه یې تقسیم کړ، په دې ځای کې مي دوه سړي ولیدل سره غږیدل هغه یوه یې ملګري ته وویل: په الله قسم محمد په دې ویش د الله رضا او اخرت نه ده مراد کړی (یعني دا ویش یې سم نه ده کړی) راوي وایي: ما د هغه خبرې ښې کره کړې او بیا رسول الله ته ورغلم او دا کیسه مي ورته وکړه، او ورته ومي ویل: تا خو ویلي و چې ماته زما د ملګرو کومه خبره مه رارسوئ خو فلاني او فلاني داسي خبرې کولې، قَالَ: فَأَتَاهُ مَالٌ فَقَسَمَهُ فَانْتَهَيْتُ إِلَى رَجُلَيْنِ يَتَحَدَّثَانِ وَأَحَدُهُمَا يَقُولُ لِصَاحِبِهِ : وَاللَّهِ مَا أَرَادَ مُحَمَّدٌ بِقِسْمَتِهِ الَّتِي قَسَمَ وَجْهَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَالدَّارَ الآخِرَةَ ، قَالَ : فَثَبَتُّ حَتَّى سَمِعْتُهَا ثُمَّ أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقُلْتُ : إِنَّكَ قُلْتَ : لا يُبْلِغْنِي أَحَدٌ عَنْ أَحَدٍ مِنْ أَصْحَابِي شَيْئًا وَإِنِّي سَمِعْتُ فُلانًا وَفُلانًا يَقُولانِ : كَذَا وَكَذَا .
دا روایت د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه ده، دی په رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر زیات ګران و په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: عبدالله زما له اهل نه دی، په لوړه کیسه ګۍ کې موږ وینو چې د رسول الله له ممانعت سره بیاهم عبدالله ده ته د هغو دوو کسانو کیسه ورسوله، ځکه یو خو عبدالله د رسول الله صلي الله علیه وسلم ډیر خاص ملګری و او بل د رسول الله د ویش په اړه هغو دوو کسانو خبرې ناسمي او خطرناکې وې ځکه د پیغمبر په اړه داسي خبره کول د ریښتیني او پوه مومن کار نه ده نو ځکه یې رسول الله ته رسول ضروري و.

د دې دوو کسانو خبرې ناسمې او غلطې وې او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی په خبرو دومره غوسه شو چې مخ مبارک یې له غوسې سور واوښت لکه په روایت کې راغلي: قَالَ: فَاحْمَرَّ وَجْهُهُ، عبدالله وایي مخ یې سور واوښت خو سره له دې بیاهم د دې ناسمو خبرو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم غبرګون ډیر حکیمانه ده، دی عبدالله ته وایي: وَقَالَ : ” دَعْنَا مِنْكَ فَقَدْ أُوذِيَ مُوسَى بِأَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ فَصَبَرَ ” . یعني پریږده یې موسی له دې په سختو خبرو زورول شوی و خو هغه بیاهم صبر کړی و، دا حدیث ترمذي، ابوداو، احمد او البيهقي په سنن الكبري کې راخیستی ده.

د رسول الله علیه وسلم په اړه د هغو دوو کسانو خبرې د ده په نبوت کې د شک په معنا وې العیاذ بالله خو ده بیاهم د هغو خبرو په اړه مثبت نظر خپل کړ او د بل اولوالعزم پیغمبر (موسی علیه السلام) په اړه د خلکو خبرې او د هغه صبر یې خپل زړه ته د تسلي له پاره را یادې کړې. خبره مي زموږ په ټولنه کې په یوه بل پسي خبرو، بهتان او غیبت په اړه رانښلولې وه، له دې حدیث نه موږ په ټولیزه توګه دوه د عبرت او پند خبرې ترلاسه کولی شو یوه دا چې رسول الله خپلو ملګرو ته وویل: ماته زما د ملګرو خبرې مه رسوئ او دویمه دا چې کله هغه ته که څه هم بده او ناسمه خبره ورسيدله خو ده بیاهم مخ ورنه واړوه د هغې غلطې خبرې په اړه یې مثبت چلند غوره کړ.

زموږ په ټولنه کې د دې شته ټولنیزې ناروغي د له منځه وړلو له پاره همدا نبوي نسخه تر ټولو کارګره او ګټوره ده موږ هر یوه کولی شو دا نبوي نسخه وکاروو، بايد هر یو خپل اړوند خلک، ملګرې او خپلوان پوه کړو چې زه غواړم د خپلو خپلوانو، دوستانو او ملګرو په اړه پاکه سینه واوسم لطفاً ماته د دوی په اړه هیڅ خبره مه کوئ او که فرضا د دوی له خوا کومه ناسمه خبره درته ورسيدله همدا نبوي چلند دریادکړئ چې د محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم په اړه هم خلکو داسي ناوړه او ناسمې خبرې کولې خو هغه به د تیرو نبیانو په کیسو زړه ته تسلي ورکوله او صبر به یې کاوه. الله دې موږ ته په دا ډول ښایسته نبوي لارښونو د عمل توفیق رانصیب کړي.

راټولونه: حامد افغان