خپل زړه څنګه روغ وساتو؟ څو لارې چارې

خپل زړه څنګه روغ او ځواکمن وساتو؟ ددې پوښتنې په ځواب کې څیړونکو ځینې لارې چارې په ګوته کړي.

۱ـ اومیګا۳ لرونکي خواړه وخورئ.

اومیګا۳ لرونکي خواړه، چې په زیاته کچه پروټین او ویټامینونه لري، د زړه د ځواکمنتیا سره ډیره مرسته کوي.

ماهي، اوسټر (صدف)، چهارمغز، لوبیا او یو شمیر سبزیجات په زیاته کچه اومیګا۳ لري.

۲ـ ښې اړیکې:

ښې او خوشاله اړيکې هم د زړه په روغ ساتلو کې مهم رول لري. هغه میرمن او خاوند، چې اړیکې يې ښې او په ورځني ژوند کې یو بل سره خوشاله وي، زړه يې ځواکمن او روغ پاتې کیږي.

۳ـ فزیکي تمرین او پلی تګ:

هغه خلک چې د ورځې تر ۱۰ زره قدمو پورې پلی مزل کوي، د هغوې په نیسبت چې کم ګرځي، زړه يې روغ او ځواکمن وي.

له دې سربیره فزیکي تمرین او ورزش هم د روغ زړه او عمومي روغتیا سره مرسته کوي.

۴ـ وزن کنټرول کړئ.

زیات وزن د زړه د ناروغیو سره نیغه اړیکه لري. که غواړئ، زړه مو ځواکمن او له ناروغیو خوندي اووسئ، خپل وزن کنټرول کړئ او مه پریږدئ، چې وزن مو ډیر زیات شي.

۵ـ د وینې فشار مو کنټرول کړئ.

خپل د وینې فشار د ۷۵/۱۱۵ شاوخوا ساتئ. لوړ فشار د زړه د ناروغیو لامل کیږي.

۶ـ د وینې غوړ کنټرول کړئ.

د وینې غوړ د ډير لاملونو له امله زیاتیږي. سګریت او عیري صحي خواړه يې اصلي لامل دی. کوښښ وکړئ، چې په هره طریقه کولای شئ، د وینې غوړ کنټرول کړئ. فزیکي تمرین او پرهیز يې غوره لارې چارې دي. هڅه وکړئ، چې د وینې د غوړو کچه تر ۷۰ کمو وساتئ.

۷ـ د لمر وړانګې:

په مستقیم ډول د لمر د وړانګو جذبول د ویني فشار کنټرولوي، چې ورسره د زړه د نارغیو احتمال هم کمیږي. د لمر وړانګو ته لسټوڼې بډ وهئ او د څو دقیقو لپاره ورته کینئ.

۸ـ خپل لاسونه همیشه وینځئ.

خپل لاسونه پاک او په صابون سره وینځل نه یواځې دا، چې د زړه د ناروغیو خطر کموي، بلکې د عمومي روغتیا لپاره هم اړینه ده.