پنجشنبه , 25 اپریل 2024

خپل فکر کنټرول کړئ

ژباړه: هوسۍ طارق

له هره لاره چې کيږي خپل ذهن له هغه افکارو لرې وساتئ چې ستاسې د خپګان سبب کيږي.

د هرې موضوع په اړه پيچلې افکار د هماغې موضوع د پيچلتيا سبب کيږي که غواړئ چې ژوند مو بدل شي نو اول بايد خپل فکر بدل کړئ . اصل کې د ژوند پيچلې حالات نه بلکې د فکر بڼه مو ده چې تر ډيره ځوروي مو .ژوند بدلون نه مومي موږ بايد خپل فکر کې بدلون رامنځ ته کړو .ژوند کې تر ټولو ستر انقلاب د فکر د بدلون په واسطه رامنځ ته کيږي .خو پوښتنه داده : چې آيا خپل فکر کنټرول کوى شو ؟ هر هغه څه سره چې مخ کيږو او ذهن ته مو رسي په اړه يې خپل فکر کنټرول  کوى شو ؟ ښکاره خبره ده چې که وغواړو نو هرومرو يې کوى شو او په خپلواکه توګه د انتخاب حق لرو .ذهن مو د جګړې هغه ډګر ته ورته ده چې شيطان هر شيبه هڅه کوي چې فکر مو خرابه کړي په دې هيله وي چې په دروغو يې باور ولرو او په همدې جګړه په فکر مو برلاسۍ شي ، په دې هم ښه پوهيږي چې که زموږ د فکر واک يې ترلاسه کړ نو هرومرو په دې جګړه کې بريالى کيږي .

غوره داده چې په دې اړه د الله تعالى کلام ته غوږ شو چې فرمايي ذهنم له بې مانا خيالاتو څخه لرې وساتئ ،هيڅکله مه پريږدئ چې ذهنم د واقعيتونو پر ځاى د دروغو او شيطاني افکارو کاڼ شي . تاسو داسې کور کې ژوند کوى چې له افکارو څخه جوړ شوى نو دا تاسو پورې تړاو لري چې خپله استوګنځي څنګه ساتئ . ښه ده چې د ژوند په هر پړاو کې کره او منطقي فکر وکړو ، پر بې ځايه خيالاتو کنټرول ولرو او دغه کار له همدا اوس نه شروع کړو .