خپل ماشومان دغه ډوله کیناستو ته مه پریږدئ!

ټوله ورځ په ناسته تېرول ښکاره ده چې روغتیا ته زیان رسوي، خو ایا تاسې ته معلومه ده په ځانګړي ډول دغه ناسته (د ناستې پر وخت یوه پښه یوې خوا ته تاو کړي او بله پښه بلې خوا ته) د روغتیا لپاره زیانمنونکې ده؟ که هغه د لږ وخت لپاره هم وي.

دغه ناسته د انګلیسي W حرف په شان ده، تاسې یې په انځور کې هم کتلی شئ.

د طب متخصصین هیڅ کوم ماشوم ته ددغه ډول ناستې مشوره نه ورکوي، ځکه چې د ماشومانو پر روغتیا بدترین اغیز لري، خو بیا هم ماشومان په عام ډول له دغې ناستې سره اشنا شي، او والدینو ته یې ددې نقصاتانو په اړه معلومات نه وي چې څومره زیانمن وي.

خو آیا تاسې ددغه خطرونو څخه خبر یاست؟ دغه ډول ناسته لاندې ناروغۍ زیږوي:

د ملا ستونزې:

ددغې ډوله کیناستو څخه یوه ستره ستونزه د هډوکو او ملا اوږدمهاله درد راپیدا کیدل دي، په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره اړینه ده چې د ملا درد پیدا کیدلو څخه وساتل شي، د ډبلیو په شکل ناسته ماشومانو کې د ملا درد پیدا کوي، او د ملا بندونه او پټې کمزورې کوي.

بدني توازن ستونزمنوي:

د ماشوم بدني توازن که په ماشومتوب کې ونه ساتل شي، له همدې وخته خرابیږي، او دغه ډول کیناستل په نږدې راتلونکې کې بدني او فزیکي ستونزي پیدا کوي.

مهمې برخې او عضلات کمزورې کوي:

د ماشوم وده دده قوي عضلاتو او بدني وړتیا پورې تړلي ده، خو کله چې دا کمزورې شي بدني وده کمه او ماشوم کمزوری کیږي، نو باید ماشوم له دغه ډوله کیناستو وساتل شي.

د ورون/نبض ستونزې:

دغه ډول ناسته د ورون هډوکې د خپل ځای څخه جلا کوي، چې خورا دردناک او ستونزمن وي.

د بندونو ستونزې:

د دغه ډوله ناستې پر مهال د ټول بدن فشار او زور پر بندونو راځي، چې د وخت په تیریدو سره دغه فشار زیاتیږي او نور دردونه، ستونزې او پیچلتیاوې رامنځته کوي. یادونه: ددغې ناستې د کتلو لپاره باید انځور ته ځیر شئ، ځکه چې په الفاظو کې ددې پوره بیانول ناشونې ښکاریدل.

ډان نیوز