سه شنبه , 23 اپریل 2024

خپل ځانته وخت لرئ؟

لیکوال: آرش ننګیال

له صنعتي انتقلاب وروسته د خلکو ژوند په منډه شو، اړتیاوې او بوختیاوې ډېرې شوې، ذهنونه مصروف شول، د سیرت پر ځای صورت او د معنویت پر ځای مادیت د ارزښت وړ شول. بل پلو خلک هوښیاران شول، د وخت، کار او فعالیت په ارزښت پوه شول.

پلار، مور یا د کور مسول او مشر د خپل  ځان لپاره هېڅ وخت نه لري، تاسو به لیدلي وي چې هم ښوونځي، پوهنتون او نورو تعلیمي مرکزنو ته ځي او هم رسمي دنده لري، ځینې ان څو ځایه دنده ترسره کوي، که شپه او ورځ په ساعتونو ووېشو نو د خپل ځان لپاره هېڅ وخت نه سپما کېږي.

نو ددې لپاره چې هم ورځنۍ کارونه په سمه توګه ترسره شي او هم انسان کې د لا پرمختګ توان، فکر او انګیزه پیدا شي، ارواپوهانو ځینې لارې چارې وړاندیز کړي دي.

وخت زما لپاره

استیو شارون بیدلف په خپل کتاب ( ګټوره روزنه) او دلکارنکي په خپل کتاب (د ژوند قانون ) کې وايي: هر څوک باید شپه او ورځ کې د خپل ځان لپاره وخت تعین کړي.

بیدالف وايي: څوک چې ځان نه پيژني هغه نور هم نه پېژني، هغه چې د خپل ځان په هکله ښه احساس ونه لري بل ته هم ښه احساس نه شي ورکولي او هغه چې له ځانه سره مینه ونه لري بل ته هم مینه نه شي ورکولی.

دا هغه مهال کېږي چې موږ په شپه او ورځ کې د خپل ځان لپاره د فکر کولو وخت تعین کړو. په دې وخت کې د خپلو ورځنیو کارونو په هکله فکر نه کوو بلکې یوازې او یوازې د خپل ځان په هکله باید فکر وشي.

ځینو ارواپوهانو ددې کار لپاره سهار وختي غوره وخت ګڼلی دی، ځینې نیمه شپه چې ټول ویده وي. که هرځای وي خو چې ارامه او خلوت وي.

د خپل ځان او ژوند په هکله فکر کول ددې لامل کېږي چې ځان او نور ښه وپېژنو، خلوت ددې لپاره دی چې د ژوند څرنګوالی راته مالوم شي. دلته له ځان تو د خپلو اعمال  په  هکله قضاوت  دی د ژوند په واټ کې خپل مسیر مالومول دي.

زموږ په دین او مذهب کې هم په تفکر او تعقل ډیر تاکید شوی دی، قران کریم کې بې شمېره ایتونه دي چې په فکر او تفکر یې تاکید کړی دی. زموږ په دین کې یو ساعت تفکر له اویا کلونو عبادت نه غوره ګڼل شوی دی.

تفکر په ملی بس، واده او ښار کې نه کېږي بلکې خلوت او ارامي غواړي.