چهارشنبه , 24 اپریل 2024

خپګان څه دی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

خپګان څوک ګواښي؟ دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو په موخه لومړی باید د خپګان لپاره تعریف ولرو.

خپګان څه دی؟ د دې ناروغۍ عوامل کوم دي او څه دي چې د دې ناروغۍ په پیدا کېدو او زیاتوالي کې رول لري؟

خپګان یو رواني اختلال دی چې له بده مرغه د انسان شخصیت ته زیان رسوي او یا هم په دوامداره توګه غمګینتوب، په خوب کې اختلال، په خوراک کې اختلال، د تمرکز نه شتون، له نږدې وضعیت او چاپېریال څخه نا خبرۍ، له ژونده خوند نه اخیستلو او په ټوله کې ځان بې ارزښته ګڼلو ته خپګان ویل کېږي. د خپګان اصول دا دي چې له نارینه وو څخه زیاتې ښځینه، له مشرانو څخه ډېر کشران، له شتمنو څخه ډېر غریبان او له پوهانو، هنرمندانو، لیکوالانو څخه ډېری عادي خلک ور سره لاس او ګرېوان وي.

له خپګانه چې هر څومره ووایو، ولیکو او نشر کړو بیا هم کم دي؛ ځکه دومره باید له دې موضوع څخه ولیکو او خبرې پرې وکړو، ترڅو د له منځه وړلو لپاره یې هر څوک لاس په کار شي او له داسې لارو چارو څخه کار واخلي تر څو له دې بدمرغې ناروغۍ څخه خلاص شي.