دارزګان روغتیا پالان وایې، لا هم ۵۸ روغتیایي مرکزونه تړلي پاتې دي

د ارزګان چارواکي ادعا کوي چې ولایتي روغتون یې بېرته پرانیستی دی.

دا خبره د ارزګان د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل رسنیو ته وکړه خو ویې ویل چې لا هم ۵۸ روغتیايي مرکزونه تړلي پاتې دي.

په ارزګان ولایت کې د ولسوالیو روغتیايي کلینیکونه نژدې ۱۰ ورځې وړاندې تړل شوي و او د مرکز ترینکوټ مرکزي روغتون هم تر هغې یوه اوونۍ وروسته وتړل شو.

طالبانو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي و چې دا مرکزونه یې د ډاکټرانو او درملو د نشتوالي په سبب تړلي دي.