داسې راشد خان ۲۰۱۷ کې تر بل هر چا زیاتې وېکېټې اخیستي

د افغانستان کرېکټ او په ځانگړی ډول راشد خان لپاره ۲۰۱۷ له یو شمېر د پام وړ او ځانگړو لاسته راوړنو ډکه وه او همدې کال کې افغانستان بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړه.

راشد خان هم توانېدلی یو شمېر د پام وړ لاسته راوړنو له امله د نړیوال پاملرنه ځانته واړوي او د ملي لوبډلې لپاره مهمې لوبې وگټي.

راشد خان د انډین پرېمیر لیگ او کرېبین پرېمیر لیگ سیالیو کې هم ډېر ښه وځلېد چې له امله يي د استرالیا پیاوړی لیگ بېگ بش ته هم واخیستل شو.

راشد خان راتلونکی بنگله‌دېش پرېمیر لیگ لپاره هم انتخاب شوی او د پاکستان سوپر لیگ د لوبغاړو لیلامۍ کې به هم وړاندې شي.

د دې ټولو ترڅنگ راشد خان د کرېبین پرېمیر لیگ سیالیو د تاریخ لومړنی توپ اچوونکی و چې دغو سیالیو کې يي هېټ ټرېک (درې پرلپسې وېکېټې) ترلاسه کړې.

راشد خان اوسمهال د ۲۰۱۷ لپاره په نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی توپ اچوونکی هم دی

راشد خان توانېدلی یوازې ۱۳ نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې ۳۶ وېکېټې واخلي چې په دې کې يي تر ټولو ښه توپ اچونه د وېسټ انډیز په وړاندې کړې چې په یوازې ۱۸ منډو ورکولو يي ۷ وېکېټې اخیستي.

د لوبغاړو دغه درجه بندۍ کې د انگلینډ پلنکېټ په ۱۷ لوبو کې ۳۴ وېکېټې اخیستلو سره دوهم او د پاکستان حسن علي په ۱۴ لوبو کې ۳۳ وېکېټې اخیستلو سره درېیم مقام خپل کړی.