داسې مسلمان شه !!!

دیو ځوان را استولې قصه

ژباړه : عبدالله عزام

پرون نه وړمه ورځ له  Luganoښار څخه دغه قصه یو ځوان را واستول او لیکلي یې و:

نن مي په لاره کې یوه پټاکیدانه (محفظة/بټوه) وموندل چې ۳۸۵ یورو پکښي وې . خلاصه مي کړه اودا دی انځور یې هم درسره شریکوم . په هغه بټوه کې د شته کارډ له لاري مي یې دڅښتن د کور ادرس وموندی او هم هلته ورغلم  خو نارینه پر کور نه و . له کور څخه یې مېرمن چې شاوخوا ۳۸کاله عمر یې و،راووتل او کور ته د تللو غوښتنه یې راڅخه وکړه او د شرابو د چیښلو وړاندیز یې هم وکړ .

ما ورته کړه ، چې دکور څښتن نشته ، نو نه درځم اونه هم شراب چیښم . په موسکۍ لهجه یې راته وویل : « ښه نو ته مسلمان یې ؟» ما ورغبرګه کړه : هو ، الحمدلله !

سمدستي یې د خاوند سره ټلیفون وکړ او ټول داستان یې ورته بیان کړ . خاوند یې زیات خوښ شو او مېرني ته یې وویل چې له بټوې څخه یورو ټولي دغه سړي ته د انعام په توګه ورکړه او هغه زما ضروري کاغذات ترې راواخله . مېرمني یې هم پیسې ماته ونیولې . خو په الله قسم ! د هغې د اصرار او ټینګار سره مي د پیسو اخیستل رد کړل او ورته ومي ویل ، چې زما اجر پر الله تعالی دی ، نه پر بندګانو . مېرني راته وویل : یو خدمت لرم ، که ممکنه وي درته او ویې کړې مهرباني به دي وي .که یو داسي کتاب راته راوړې چې د اسلام په اړه خبري راته وکړي ، ځکه چې زه د اسلام په اړه له قتل او ترهګرۍ پرته هیڅ نه پېژنم ، مګر اوس چې مي ستا رویې او چال چلند ته وکتل ، نو پوهه شوم چې حقیقت څه نور دی ، هغه نه ، چې ماته څرګند شوی دی .

ما هم ورسره ژمنه وکړه او صبا ورځ به د یوه پر ځای  ، لس داسي کتابونه ور وړم چې د اسلام له حقانیت او ریښتونولۍ نه یې خبره کړي .

په الله قسم ! دامي د ریا او نمو لپاره نه ده نشر کړې ، بلکي صرف مي هدف دا و چې خلګ له هغي امانت دارۍ څخه پوره کار اخلي ، دکومي چې مونږ ته داسلام مبین دين حکم کړی دی ، تر څو ستاسي دغه امانت داري خلګو ته داسلام اصلي څېره ښکاره کړي او د هغوی د هدایت لامل وګرځي