داسې مطالعه مو په ازموینه کې بریالي کوي

لیکوال : اجمل ښکلى

د ازموينو په ورځو کې مې يو محصل ليده، چې کتاب ته به يې وکتل، بيا به يې پر لوستي ځاى لاس کېښود او له ځان سره به وبڼېده؛ خو چې پوښتنه مې ترې وکړه، پر مفهوم يې نه پوهېده.

زموږ متعلمين او محصلين د درسي کتابونو په حفظ ډېر روږدي دي. دوى دا په ازموينه کې د بري لار بولي. په دې کې استادان هم پړه دي، چې له زده کوونکو نه په ازموينه کې خپله ژبه او خپل الفاظ غواړي. د افغانستان محصلين او متعلمين د علم پرځاى نومرو او کدر ته ډېر خوشحالېږي او د کدر د ساتلو او د ښو نومرو د ترلاسي لپاره په افغانستان کې د مطالبو حفظ ضرور دى.

د درس کټ مټ زده کړه او حفظ، محصلين- چې د يوه هېواد راتلونکې يې پر لاس وي- د مفهوم پوهاوي ته نه پرېږدي او پر خپله ژبه يې بې باوره کوي. محصل چې يو مطلب حفظوي، پر هغې به فکر څه وکړي او تر فراغت وروسته به ترې سړى څه تمه ولري؟

بله خبره دا ده، چې زياتره پښتانه چې کتاب لولي؛ لکه د قراۤن ټکي چې لولي. په سمون کې يې شک نه ويني او نه پرې فکر کوي. پر ليکوال دومره باور، ټولنه له پرمختګه پرېباسي. په منځنيو پېړيو کې چې اروپايانو د ارسطو پر خبرو شک نه شو زغملاى؛ نو زمانه ولاړه وه؛ خو چې وروسته ترې بغاوت وشو او نقد پرې پيل شو؛ نو اروپايانو څومره پرمختګ وکړ. لويديځوال پر پوهانو د کلک باور له له جاله راوتي، ځکه مخ په بره روان دي؛ خو موږ اوس هم د خپلو پوهانو خبرې د کاڼي کرښې ګڼو او پرې فکر کول راته ګناه ښکاري؛ ځکه خو مو څېړنه د مخکنيو څېړونکو د خبرو تش تکرار دى. څوک دا نه وايي، چې پلانى لوى عالم تېر شوى؛ خو دا خبره يې سمه نه ده. ارستو د اپلاتون غوندې لوى فيلسوف په اړه وايي، چې استاد راته ګران دى؛ خو حقيقت راته تر ده هم ګران دى او تحقيق د همدې حق او حقيقت رابرسېرونه ده، چې موږ د خپلو پوهانو د ډېرو ناسمو خبرو نذر کړې ده. له دې سره د چا لويي مجروح کېږي نه، ځلېږي.

د پوهانو پر ليکنو دومره باور او دا راز ړنده مطالعه، لوستونکى له فکر کولو غورځوي او چې لوستونکى فکر و نقد ونه کړاى شي؛ ټولنه به څه پرمختګ وکړي، نوې خبرې او نوي خلک به له کومه شي.

نو زه خو دا وايم، چې لوستونکى دې يوه دقيقه مطالعه کوي او يو ساعت دې پرې فکر کوي. له دې سره فکر وده کوي، لوستونکى د ليکوال په خبرو په اسانه پوهېږي، د ليکلو چل زده کوي او دغسې پر نويو موضوعاتو فکر کولاى شي. که دا کار وشي؛ په پښتنو کې به د پوهانو کمى نه وي.

په دې ليکنه کې به ناسمې خبرې هم وي؛ نو ځيرک لوستونکى به زما ناسمو خبرو ته ځىر وي او پر دې ليکنه به فکر وکړي، چې کېداى شي نوې خبرې پکې رااوباسي، چې زما ورته نه دى فکر شوى.