لیکوال: ډاکترداود جبارخیل
ډېر خلک له وېښتانو په تنګ وي او لهمنځه یې وړي، خو پوهېږئ په وېښتانو کې داسې هم شته چې پرې کول یې ستاسې د ژوند رېښې پرې کول دي.
انسانان زيات تنفس په پزه کوي، خو زیات کسان د پزې وېښتان باسي.
اوس ډاکټران وایي، کله چې د پزې وېښتان ووایستل شي، هلته ډېر واړه سوري پاتې کېږي چې ان ځينو ته ورېدونه راغلي وي.
دې سوریو ته بیا د وخت په تېرېدو مضرې باکټریاوې او مکروبونه ننوځي او بیا له همدې ځایه د ورېدونو په وسیله د ویني جریان ته ځي چې انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولای شي.
او دانسان بدن ته چې کوم ګرد یاچرک ننه وځي دپزې وېښتان یې مخه نیسي
بدن ته هیڅ ډول چرک نه ترې داخلیږي .
مونږ باید دپزې وېښتان چې زیات بیرون طرف ته نه وي باید ونه ایستل شي
اوس مو پرې سر خلاص شو چې د پزې وېښتان څومره مهم دي.