سه شنبه , 23 اپریل 2024

داسې کښتۍ چې له تېلو پرته شپږ کاله څپې څيري

فرانسې داسې یوه کښتۍ جوړه کړې چې د تېلو له سوځولو پرته به شاوخوا شپږ کاله په سمندر کې مزل کوي. دا کښتۍ به د اطلس په سمندر کې سفر کوي، خو لا یې د سفر د پیل نېټه مالومه نه ده.

د دې کښتۍ جوړونکي هیله لري چې دا کار به داسې نوښتونو ته لار پرانېزي چې دا ډول نور وسایل به هم له تېلو پرته د پاکې انرژي په واسطه مزل وکړي.

دا کښتۍ د لمر په انرژي چلېږي چې د بادي ټربینونونو او یو ډول ځانګړي سیسټم په واسطه چې له اوبو انرژي تولیدوي، سفر کوي. په اصل کې کښتۍ ځان ته د سفر او مزل مواد خپله تولیدوي او ماڼوګان هم لري.

دا کښتۍ به د ورځې د لمر له انرژي او باد او د شپې به په اوبو کې د شته هایډروجن په واسطه چلېږي.