دافغانستان الف لوبډلې خپله دویمه لوبه دسریلانکا خلاف وبایلله

د ایمرجینګ جام په سیالیو کي د افغانستان الف لوبډلی خپله دویمه لوبه د سریلانکا د درویش کلنو لوبډلي به وړاندي د ۳۵ منډو په توپیر وبایلله.

د لوبي پچه د سریلانکا درویش کلنو لوبډلي وګټله، چي د توپوهني پریکړه یي وکړه، چي د ټولو اورونو په لوبولو یې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو۳۲۰ منډي تر لاسه کړي، چي په افغان بالرانو کي نوین الحق او فضل الرحمن دوه دوه او ګلیدین یو لوبغاړی وسوځوی.

د افغانستان الف لوبډلي د نجیب ځدران د ۸۷ تیزو منډو په جوړولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازي ۲۸۵ منډي جوړي کړي او ویي نسوه کولای ځان هدف ته ورسوي او لوبه یي د د ۳۵ منډو په توپير سریلانکا ته پریښوده.

د افغانستان الف لوبډلي له خوا نجیب ځدران ۸۷ شاهد الله کمال او احسان الله جنت ۵۳ او ۵۳ منډي وکړي.

افغانستان له دې وړاندي خپله اوله لوبه د مالیزیا څخه ګټلی وه او د خپل ګروپ ورستی لوبه به دوې ورځي وروسته د هندوستان خلاف ترسره کړي.