۱ـ په پیل کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له مأموریته خوښي وښوده.
۲ـ ترورېستان په هر ځای کې چې وي د امریکا او ناټو د بریدونو هدف به ګرځي.
۳ـ د پاکستان په وړاندې به نور غلي پاتې نهشو او دغه هېواد ته د امریکا د ورکړل شویو میلیاردونو ډالرو سره سره بیا هم پاکستان د ترورېستانو لپاره یو امن ځای دی چې هغوی امریکایي پوځیان په نښه کوي.
۴ـ په سیمه کې د زورزیاتي د خپرولو یوه سرچینه پاکستان دی.
۵ـ په افغانستان کې لږ تر لږه د ترورېستانو ۲۰ ډلې موجودې دي چې موجودیتیې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی.
۵ـ ټرمپ د ترورېستانو پر وړاندې پر سیاسي، اقتصادي او نظامي مبارزې ټینګار وکړ او ویېویل چې باید د هرې ممکنې لارې بریا ته ورسېږو.
۶ـ د ترورېستانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کوم او د افغانستان او د دغه هېواد د پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.
۷ـ د افغان پوځ تقویه او ملاتړ د دې سبب کېږي چې د نړیوالو ځواکونو مسؤلیتونه په افغانستان کې راکم شي، ځکه چې په دې صورت کې به خپله افغان ځواکونه وتوانېږي څو د ترورېستانو پر وړاندې د مبارزې توان ولري.
۸ـ ښاغلي ټرمپ وویل چې له عراقه د امریکایي پوځیانو ژر ایستل یوه اشتباه وه او د دې سبب شوه چې داعش پرمختګ وکړي او نړۍ وګواښي.
۹ـ امریکا به دغه اشتباه په افغانستان کې تکرار نه کړي.
۱۰ـ له افغانستان سره به د امریکا مرستې نامحدودې نهوي او دوی هېڅکله هم دغه هېواد ته سپین چک نهورکوي.
۱۱ـ موږ له افغانستان سره مرسته کوو او غواړو چې مرستې مو په شفافه توګه په اړینو ځایونو کې ولګېږي.