دامریکاپه کلیفورنیا کې سیلابونو ۱۷ کسان وژلي او ۷نور نادرکه شوي دي

د امریکا متحده ایالیتونو مطبوعاتي سرچینو په دیوه خبرپاڼه کې خپاره کړي  چې دهمدې هیواد په کلیفورنیا ایالت کې د اوبلن خټین چاپیریال او د پراخو سیلابونو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نوریې ورک  دي.

دپرلپسې ورښتونو سیلابونو د خټو دې حالت د کلیفورنیا ساحلي ښارګوټی مونټي سیټو Montecito ځپلی دی چې په کې تګ راټګ ناشونی شوی دی.

دیوې بلې سرچینې د راپورونوله مخې  چې دې  پېښه کې ۴۸ کسان لادرکه شوي خوځايي چارواک داخبرردوي چې اووه کسان ورک دي.

د سانټا باربارا Santa Barbara ولسوالۍ ویندویې امبر اندرسن تائید کړه چې په پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۸ نور کسان ټپيان شوي چې له دې ډلې ۱۲ کسان لا هم په روغتونونو کې دي او د څلورو کسانو حالت نازک ښودل شوی په مونټي سیټو ښار کې د سې شنبې په ورځ سخت باد پیل شو چې په نتیجه کې یې له سېلابونو سره خورا زیاتې خټې او چیکړې د استوګنې د سیمو خوا ته راغلې او د سختو بادونو له کبله په سیمه کې اور هم ولګېد.

په سیمه کې بیړنۍ حالت اعلان شوی وترڅو دولتي مرستندویان په اړحالت کې دروغولو چارې سرته ورسوي.