پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دامنیتي بنسټونو مسوولین دولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل

پر سردار محمد داوود خان روغتون له برید وروسته ولسي جرگې پرېکړه کړې وه چې د امنیتي سکتور وزیران استیضاح کړي؛ خو دغه وزیران وتوانېدل چې یو ځل بیا د باور رایه ترلاسه کړي او پر خپلو څوکیو پاتې شي.

ولسي‌ جرگې د تیرې ورځې په غونډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت رییس استیضاح کړي و، چې درې واړه له استیضاح بریالي ووتل او پر خپلو څوکیو پاتې شول.

د استیضاح بحث د جرگې د شنبې ورځې په غونډه کې ډير جدي و؛ خو کله چې ولسمشر د ولسي جرگې له اداري پلاوي سره وکتل دغه بحث یو څه سست شو او آن د جرگې په عمومي غونډه کې وکیلانو له استیضاح د تېریدو وړاندیزونه هم وکړل.

د جرگې له ټولو ۲۳۴ غړو په نننۍ غونډه کې چې ۲۰۲ تنه حاضر و، چې رایې یې کارولې وې او د جرگې د اصولو له مخې هر مسوول چې د ټولو غړو له نیمايي زیاتې رد رایې اخیستې وای سلب اعتماد شوی به وای نو ځکه ۱۱۸ رد رایې د سلب اعتماد معیار شو.

د وکیلانو د رایو له کارونې وروسته د جرگې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې استیضاح شوي مسوولین بیرته د تېر په څیر مسوولین دي.

د هغه په وینا د ملي دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د ۱۰۶ تایید ۸۶ رد ۶ باطلو او ۵ سپینو رایو په تر لاسه کولو سره وتوانید بیا هم د ملي دفاع وزیر په توگه پاتې شي.

د ولسي جرگې مشر د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت د رییس په اړه هم خپله پریکړه اعلان کړه او ویې ویل: «د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د ۱۲۰ تایید، ۷۵ رد، ۶ باطلو او ۴ سپینو رایو په تر لاسه کولو سر د تېر په څېر په خپله څوکۍ پاتې شو او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی هم د ۱۲۹ تایید ۶۶ رد ۸ سپینو او ۲ باطلو رایو په تر لاسه کولو سره بیا هم پر خپله څوکۍ دي.»

تر رایه اچونې وړاندې وکیلانو له مسوولینو خپلې پوښتنې مطرح کړې او پر هغوی یې نیوکې هم وکړې.

د وکیلانو د پوښتنو په ځوابونو کې د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي وویل، د افغانستان جگړه کورنۍ او سیمه‌ ییزه نه ده، بلکې نړیوالې ریښې لري او مهار یې د ټول ملت واحد دریځ او گډې مرستې ته اړتیا لري.

حبیبي وویل، له هغې ورځې چې دی دفاع وزیر شوی، له افغانستان دفاع شوې، امنیتي ځواکونو د خلکو ملاتړ جذب کړی او په نړیواله کچه افغان ځواکونه د یو پیاوړي ځواک په توگه وپیژندل شول.

هغه د تېر په څېر مخالفین مات شوي وبلل او په وینا یې هغه موخې چې دوی ځان ته ټاکلې وې ورته ونه رسیدل او په ۱۳۹۶ کال کې یې د دفاع وزارت له لوري د خالد په نوم د تهاجمي عملیاتو د پیلدو خبر ورکړ.

د سردار محمد داووخان روغتون د پېښې په اړه چې له امله یې امنیتي مسوولین استیضاح شوي و دفاع وزیر وویل، چې ولسمشر ویلي، هغه کسان به اعدام کړي، چې د سردار محمد داووخان روغتون په پېښه کې ښکیل یا یې په دندو کې غلفت کړی.

عبدالله حبیبي ځان نه بلکې عدلي او قضايي بنسټونه د پېښې د څېړنې لا زیات مسوول وبلل او زیاته یې کړه: «زه نه یم خبر چې دا برید چا او څنگه تنظیم کړی؛ خو څیړنې به بشپړې شي او ډیر ژر به په دې برخه کې مهم گامونه وگورئ.