دانعکاس راډیو دیکه زار ادبي خپرونې دطرحیه شعرونو غورچاڼ دویم ټوک هم چاپ شو

دانعکاس راډيو دیکه زار ادبي خپرونې او طرحیه مشاعرې دویم شعري ټوک په ۱۷۳مخونو کې د۱۱۰۰ ټوکو په شمېرکې دچاپ ګانه ښکلی شو . دیکه زار دادویم ټوک دزاهدارمان په زیار چاپ ته چمتوشوی ، هغه زاهد چې دیکه زار خپرونې کوربه توب يې پرغاړه درلود . په یکه زار کې ددختیځ او او نوروسیمو دهغو شاعذرانو شعرونه چاپ شوي چې دانعکاس راډيو دیکه زار خپرونه کې طرحیه بیتونو ته لیکلي و او  په خپرونه کې وړاندې کړیدي . یکه زار په جلالابادکې دشهباز خپروندی ټولنې له خوا په ښکلې پښتۍ او ښه کاغد چاپ شوید ی . دانعکاس راډیو دیکه زار خپرونه دوام لري او راتلونکي طرحیه شعرونه به هم په خپل نوبت دچاپ په ګانه سمبالیږي .