دغه د شعرونو راټوله شوې ټولګه ده، چې د انعکاس راډیو د ادبي خپرونو له منځه د یوې ادبي خپرونې ( لاله زار) له انتخاب شوو شعرونو جوړه ده. په یاد شعري غونډ کې د کوزې او برې پښتونخوا د نوموتو ځوانو زلمکو شاعرانو شعرونه راټول شوي، چې د ادب د تنده غرو تندې ماتولی شي. د یاد شعري غونډ په راټولونه کې د لاله زار ادبي خپرونې دوو تکړه کوربنو (یارمحمد پردېس او حضرت یوسف زي) بې درېغه هڅې د ستایلو دي. دغه کتاب د ګودر خپرندویه ټولنې چاپ کړی او په ننګرهار کې یې د ګودر کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.