دانګلیسي زده کولو لپاره لس سپارښتنې

راټولونکی:سید واســــع سادات

نن سبا انګلیسي ژبه دنورو هغو په پرتله له ډېر اهمیت څخه برخمنه ده، اوس دزده کړو، کار، سفر، لوست او مطالعې، دمختلفو خلکو سره دراشې درشې بنسټ انګلیسي ده.
خو ځینې وګړي دښه تلفظ او روانو خبرو ستونزه لري، څرنګه کولای شو،چې پر دی ستونزو په اسانۍ سره لاسبري شوو. دانګلیسي ژبې دزده کړې لپاره لس مهمې سپارښتنې که عملي شي، نو انګلیسي به په ډېرې اسانۍ سره زده شي.
لومړۍ سپارښتنه :
دانګلیسي ژبې دزده کړې موده د ۸- ۱۲ میاشتو وخت نیسي، دا ګومان مه کوئ، چې له دې به یې په کم وخت کې زده کړې، که چیرې غواړئ،چې روانه انګلیسي مو زده شي باید یو کال هڅه او کوښښ وکړئ.
دویمه سپارښتنه:
دانګلیسي دزده کړې پرمهال ځنډ او وقفه به ددې لامل شي، چې بیا به یې له سره پیلوئ، لومړۍ سپارښتنې ته باید ژمن اوسئ، او یو کال باید په پرلپسې توګه د زده کړې لړۍ روانه وي.
درېیمه سپارښتنه:
هره ورځ باید لږ تر لږه درې ساعته دانګلیسي لپاره ورکړئ، ددې ترڅنګ باید نیم دېته ځانګړی کړئ،چې پخواني درسونه مو تکرار کړئ، چې له یاده مو ونه وځي، دزده کړې پرمهال ځنډ او وقفه دمنلو نه ده.
څلورمه سپارښتنه :
له تلوار کار مه اخلئ، دهرې ورځې په تیریدو به پرمختګ وکړئ، هر څومره،چې ډېر وخت ورکوئ، همدومره به روانه انګلیسي زده کړئ.
پنځمه سپارښتنه:
د فلم دکتلو پرمهال به ځینې جملې او لغات داسې وي، چې تاسې پرې نه پوهیږئ، نهیلی کیږې مه ، دا حتمي ده، چې دفلم کتلو پرمهال به له ستونزو سره مخ کیږې، خو باید تسلیم نه شې.
شپږمه سپارښتنه:
دانګلیسي ژبې د زده کړې لومړنۍ ورځې ډیرې خوندورې وي، کېدای شي ورځې داسې وویشئ: ۱۰ ورځې ګټورې دي، ۱۰ ورځې عادي دي، ۱۰ ورځې ډیرې ستونزمنې دي. ډیری خلک د ژبې دزده کړې پرمهال له دې ستونزو سره مخ کیږي، دزده کړې لړۍ باید پرې نه شي، له کومې ګټې پرته دا لړۍ مه غوڅوئ، دخپلې پریکړې درناوې وکړئ او خپله پریکړه غوره کړئ.
اومه سپارښتنه:
هغه وګړي، چې روانه انګلیسي یې زده وي، کېدای شي پر تاسې ملنډې ووهي، هیڅ ارزښت مه ورکوئ، وړ تلفظ له تاسې ډیر کار او زغم غواړي، تل باید هغو ویناوو ته غوږ شئ، چې ښه او وړ تلفظ کوي.
اتمه سپارښتنه:
ځان دګرامري قاعدو او اصولو سره مه تړه، که دجملې په جوړونه کې پاتې راغلې، خپل مورال له لاسه مه ورکوه، ټول تیروتنې کوي، ډیری بیا دخبرو پرمهال ژبینو قاعدو او اصول ته ژمن نه وي، ان هغه کسان، چې انګلیسي یې مورنۍ ژبه هم ده ، دګرامر په کېسه کې نه وي .
نهمه سپارښتنه:
ژبه همداسې نه زده کیږي، دژبې زده کړه پرلپسې تمرین ، مطالعې او دژبې دویونکو کلتور او فرهنګ پیژندنې ته اړتیا لري، دا دزده کړې بنسټیزه لار ده .
لسمه سپارښتنه:
هر کس په زده کړه کې ځانته لار او طریقه لري، ځینې دقاموس او ډیکشنریو لارې زده کړه کوي، که چیرې تاسې هم له دې ډلې یاست نو داکسفورد برېښنايي قاموس راونیسئ او خپله ژبنۍ ویپانګه پیاوړې کړئ.
که چیرې بیا دخبرو او تلفظ له لارې دانګلیسي زده کول غواړئ، نو داسې لار غوره کړئ، چې تاسې ته اسانه وي، دا مو باید په ذهن کې وي، چې ټول خلک دزده کړې په برخه کې یو ډول نه دي.