داوږدې مودې وروسته د ټاکنو مهال ویش اعلان شو

تر اوږده انتظار وروسته د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال ویش اعلان کړ،‌ چې په وینا یې راتلونکې ټاکنې به د همدې مهال ویش له مخې کیږي.

تر مهال ویش وړاندې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ روانه ده، چې د غبرګولي‌ میاشتې تر ۲۳ نیټې به په کلیو او بانډو کې دوام کوي.

د ټاکنو کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري‌ غونډې ته وویل، چې د نوم لیکنې د بهیر له پيله تر اوسه شاوخوا ۲۳۰ زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

که څه هم د نوم لیکنې بهیر د تت والي‌ خبره اوس هم جدي‌ ده؛ خو که نوم لیکنه په اوسنۍ بڼه دوام وکړي،‌ ښايي تر ۴ میلونه رایه ورکوونکي ځانونه ثبت کړي،‌ هغه شمېر چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې یې هم رایه ورکړې وه.

د اعلان شوي‌ مهال ویش د لړم میاشتې په ۱۹ نېټې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي‌او تر څنګ يي د لیندۍ میاشتې په ۲۹ د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پایلې د کمېسیون له لوري‌ اعلانیږي.

ددغه مهال ویش له مخې د لیندۍ په ۲۹ نېټه د ولسي جرګې ‌او تر څنګ یې د دلوې میاشتې په ۴ د ولسوالیو شوراګانو وروستۍ پایلې اعلانیږي.

د غبرګولي‌ میاشتې له ۶ نېټې د چنګاښ تر ۶ نېټې د نوماندانو ارزونه کیږي او د چنګاښ په ۷ نېټه به د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان شي.

د کمېسیون د رییس په وینا د زمري میاشتې په ۱۲ نېټه به د ولسي‌ جرګې د نوماندانو وروستۍ نوملړ اعلانیږي

د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه به د رایه ورکولو د مرکزونو وروستی نوملړ امنیتي‌ حالت ته په کتو خپور شي.

د صیاد په وینا د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو نوماندان د تلې له ۶ تر ۲۵ نېټې د کمپاین کولو حق لري.

نړۍ نیوز