پنجشنبه , 18 اپریل 2024

دا اله له موبایله کاراخیستونکی معلوموي

د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د موټر چلولو په مهال په موبایل خبرې کول منع دي خو ډېر ځلې ترافیک پولیس ته نه معلومېږي چې چلوونکی له ملفون څخه کار اخلي.

په بریتانیا کې پر یوه سیستم کار روان دی چې که موټرچلوونکی د موټرچلولو په مهال له موبایل څخه کار واخلي نو رادار سیستم خبرداری ورکوي.

له دې سیستم څخه اوس لندن ته نژدې په نورفولک سیمه کې په ازمېښتي ډول پر لویه لار کار اخیستل کېږي.

دا سیستم د موټرچلوونکي له موبایل ټېلفون سره په تماس کې دی.

دا سیستم، چې ویست کاټیک کمپنۍ جوړ کړی دی، داسې سکنر لري چې له موبایل ټېلفون څخه د ټېلفوني مکالمې په مهال خپرېدونکي سیګنالونه تشخیصوي.

کله چې موټرچلوونکی په موبایل خبرې کوي، د سړک پر غاړه یو څراغ بل او ګول کېږي او موټرچلوونکي ته خبرداری ورکوي.

د ویستکاټیک کمپنۍ په وینا دا سیستم د راډیو، بلوتوت او موبایل د سیګنالونو ترمنځ توپیر کولی شي.

په بریتانیا کې د بلوتوت تماس قانوني دی ځکه که موټرچلوونکی بلوتوت کاروي، اشاره ورته نه بلېږي.