ژباړه: شفیع ظاهر
1- دخدای عبادت په ټاکلي وخت وکړه
2- حد اقل په کال کې خو یوځل دلمر را پورته کېدلو ننداره وکړه
3- د سبا ورځې لپاره مهال ویش ولره
4- د (منندوی مو یم) له عبارت نه زیاته استفاده وکړه
5- داهم زده کړه ! چې څه وخت باید سکوت (خاموشي) اختیارکړې.
6- په اوبو کې ځان سره زمزمه وکړه ( سندرې ووایه).
7- احمقانه چلند مه کوه.
8- حتا د وړو خوښیو لپاره هم جشن ونیسه.
9- هغه څېزونه زیات واخله چې ماشومان یې پلوري.
10- همېشه زدکړه وکړه.
11- دڅه په اړه چې پوهېږې نورو ته یې هم زده کړه.
12- هرکال دخپلې زوکړې ( زېږېدنې ) په ورځ يو نیالی (بوټی ) کېنوه.
13- سمه ده نوي ملګري پیدا کړه خو پخواني هم له یاده مه وباسه.
14- عکسونه زیات واخله ، له مختلفو ځایو نه یې واخله.
15- راز ساتونکی اوسه.
16- د خوښيو نه دخوند اخیستو چانس مه ځنـډوه همدا اوس ګټه ترې واخله.
17- په هيچا تکیه مه کوه.
18- هېڅ وخت دخپل خوړو په اړه دچاسره خبرې مه کوه.
19- خپلې تېروتنې په ورین تندي ومنه.
20- دا هم ومنه ! څومره خبرونه چې اورې ټول رښتیا نه دي.
21- تر وهلو ( تنبه کولو) وروسته خپل ماشومان بېرته په غېږ کې ونیسه او وې نازوه .
22- کله کله له خپل ځان سره هم وغږېږه ، او مشوره وکړه.
23- زړور اوسه که زړور نه يې دزړوتیا تمثيل وکړه هېڅوک به د دې دوو ترمنځ په توپير پوه نشي .
24- د خپل واده کالیزه مه هېروه.
25- هېڅ کله او هېچاته کنایه مه وایه.
26- د کتابونو نه د یوازې هغه كتابونه امانت ورکړه چې بیا ترلاسه کول یې درته اړین او مهم نه وي.
27- تل خپلو ماشومانو ته ووایه ! تاسې غښتلی او بې جوړې یاست.
28- وختي پاڅېدونکی اوسه.
29- کوښښ وکړه چې همېشه هوښیار، هیښ او بیدار و اوسې ، چانس ډېره په آرامه ( کراره ) دروازه ټکوي.
30- همېشه ساعت پنځه دقیقې مخکې کړه .
31_ هیله لرونکي هېڅکله مه ناهیلي کوه، شاید هیلې یې یوازیني درمل وي.
32-کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې کوښښ وکړه هغوی ګټونکي شي او ته بایلونکی.
33- هېڅ کله هم دموبایل دپيغام اخیستو په دستګاه کې بې مانا پيغام مه پرېږده.
34- وخت پېژندونکی اوسه.
35- ددوه مخو او چاپلوسو خلکو نه لرې وتښته او نفرت ترې وکړه.
36- ماشومانو ته دې دپيسو په ورکړه کې ډېره کنجوسي مه کوه.
37- ریښتینولي غوره کړه.
38-هېڅ وخت په خپل سیال ( رقيب ) باور مه کوه.
39- څومره چې لازمه ده تر هغه لا زیات مهربانه اوسه.
40-کله چې په قهر ( غوسه ) یې ، مه کار کوه ، مه تصمیم نیسه.
41- دخپلې مېرمنې ، ښه ملګری اوسه.
42- ترهغه د چې تر شته دندې غوره دنده نه ده موندلې شته دنده له لاسه مه ورکوه.
43- تل کوښښ وکړه چې دځمکې دمخ تر ټولو خیر رسونکی او با احساسه انسان و اوسې.
44- له هېچا نه ، او هېچاته کینه په زړه کې مه اچوه.
45- ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه.
46-ماتې ( شكست ) په راحتۍ او ورین تندي ومنه.
47- چې ګټونکی شوې غرور مه کوه.
48- په بې ارزښته مسائلو ځان مه بوختوه.
49- هېڅکه چاته مه وایه چې ولې ؟ ستړی او ستومانه ښکارې.
50- همیشه په خپله ژمنه وفا او عمل وکړه.
51- چې څومره د وس رسي کینه ورټه ، لرېوالی په نېږدیوالي بدل کړه.
52- که نا آرامه او خفه هم یې ځان نوروته آرام او خوشحاله وښیه.
53- ژوند سخت مه نیسه آسانه یې وګڼه.
54- قېمار خو بېخي مه وهه.
55- کله چې دیوه سخت کار سره مخ شوې په ځان باور ولره ، ځان سره ووایه بریالی کېږم او زما ماتې ناممکنه ده.
56- دخپلو وسایلو نه په ښه توګه ساتنه وکړه حتا له هغو وسایلو نه هم چې دکاره لوېدلي.
57- دا تمه مه لره چې پيسې به درته خوښي او خوشبختي راوړي.
58- آفرین ! دنورو دتغیر لپاره تر دې هم زیات کوښښ وکړه.
59- تل مسک خوشحاله ، لوکس او ښه اغوستونکی اوسه.
60- پُل له منځه مه وړه شاید بیا له سیند نه ترېدو ته مجبور شې.
61- ځان کم مه ګڼه، ته یو شخصیت یې.
62- تقوا داره او خاکساره اوسه.
63- دموټر دروازې د تل قلفوه.
64- دبښلو جرئت او توان په ځان کې پيدا او لا قوي کړه.
65- تر نورو زیات دهغو خلکو سره احتیاط کوه، چې درته وایي ته ډېر صادق او بې کبره انسان یې.
66- پخوانۍ ملګرتیاوې د بیا تازه کړه.
67- کوښښ وکړه چې ژوند تل پيغام درته ولري.
68- دخوښې کتاب د څو ځلې ولوله.
69- داسې ژوند وکړه چې دقبر په ډبره د ولیکي : هغه څوک چې په خپل ژوند کې دخپلې هېڅ کړنې نه پښېمانه نه وا.
70- ښې خبرې تر نورو ورسوه بخیلي مه کوه.