دا ولولئ، بیا نوی کور کرایه کړئ!!

ډېر کسان، چې نوی کور نیسي یا پیري، پرېکړه یې په خپله کوي.

ډېر لږ داسې کسان موندل کیږي، چې د کور په مېرمنې او نورو غړو یې وګوري

په کور کې یو کس ژوند نه کوي، بلکې د افرادو یوه مجموعه په کې اوسیږي، چې موږ یې د کورنۍ په نامه پېژنو. د هغوی ټولو نظر او وړاندیز باید واورېدل شي. څومره، چې نظرونه سره تبادله کیږي، هومره د کار د بهبود فرصت ډیریږي.

کور باید ډېری هغه وخت وګورئ، چې کډه ترې وتلې وي. په فرش کور کې تاسې د کور نیمګړتیاوې نه شئ درک کولای، یا ممکن په کور کې اوسېدونکی کس دومره بې سلیقي وي، چې د کور اصلي څېره یې فرش او ظرف بدله کړې وي. که یوځای لوند وي، نم کوي، یا نورې ستونزې ولري، په فرش کور کې یې درک کول ستونزمن دي.

وګورئ، چې کور څومره امن دی. زینې یې څه ډول دی، ماشومان خو نه ترې غورځي؟ بالکن یې څه ډول دی، لنده بل خو نه لري؟ المارۍ څنګه دي، نم خو به نه کوي؟ ښیښې یې څه ډول دی، یا شاوخوا خو به داسې ودانۍ نه جوړیږي، چې تاسې ته مزاحمت کوي، یا په راتلونکي کې مو مزاحم ګرځي؟

ځینې خلک په خپلو ودانیو کې سیخ کم کاروي، د زلزلې پر وړاندې په سټنډرډ ډول نه وي جوړ شوی. دغه مسئلې واردمخه وسنجوئ، ځکه غیر سټنډرډ کورونه له ستونزو او خطراتو ډک وي. له کور نیونې مخکې وګورئ، چې دوکانونه څومره درنه لرې دي؟ کلینیک او روغتون شته دی؟ ښوونځي څومره نږدئ دی؟ امنیتي وضعیت څه ډول دی؟ ایا نانوايي دومره نږدې ده، چې ماشومان ترې ډوډۍ راوړلای شي؟

د خلکو خو به ډېر بیروبار نه وي؟ د موټرو تمځای ترې څومره لرې دی؟ ایا پر دې لوري موټر سپرلۍ راوړي او که نه؟ د کور څښتن څنګه سړی دی، له نورو کورونو او خلکو پوښتنه وکړئ. دا هم وپوښتئ، چې پخوا په دغه کور کې څه ډول خلک اوسېدل، ځکه ممکن داسې خلک اوسېدلي وي، چې جنایت یې کړی وي، یا نورې اخلاقي ستونزې ولري، په دې صورت کې به تاسې ټول کال له ستونزو او جنجالونو سره مخ وئ.

په افغانستان کې ډیری خلک د لمر خواته کورونه نیسي. ددې ښه والی دا دی، چې یوخوا مو د کور په تودولو ډیر لرګي نه سوځي، بل خوا کور نم نه کوي او وخت ناوخت لمر ورته را لویږي. لمر د ماشومانو لپاره هم ښه دی. په هغه بلاک کې کله هم کور مه نیسئ، چې د لفټ کوټه یې په داخل کې وي، ځکه ډېر غږ کوي.

د کور کوټې او سالون وګورئ، چې کوږ ووږ نه وي، ځکه ټول فرش او د کور ډیزاین در خرابوي. ډیر داسې کورونه وي، چې بالکنونه یې په داخل کې ور کړي وي او کوټه له خپل مربع او مستطیل شکل نه وباسي او تاسې اړ کیږي، چې یو شمېر فرشونه ورته غوڅ کړئ. کړکۍ یې وګورئ، چې پردې یې ستاسې له شته پردو سره مشابهت کوي او که یه؟

وګورئ، چې په پخلنځي او نورو ځایونو کې ستاسې وسایل ځاییږي. ځینې خلک خورا ډیر وسایل لري، چې که د ایښودو ځای یې نه وي، په وړو کورونو کې به خورا بدل معلوم شي. د کور لپاره تر ټولو ښه رنګ غوړ رنګ دی، ځکه پاکېدل یې اسانه دي. ماشومان په دیوالونو، په تېره د دروازو په خولو کې لاس ډیر ږدي او په یوه میاشت کې دیوال ټول خیرنیږي. د پارکینګ پوښتنه وکړئ، ځګه خپل او د میلمه موټر پر سړک نه شئ درولای.

هیڅ وخت په دې مه غلطیږئ، چې ودانۍ له بهره ښکلې جوړه شوې ده، یا دننه ښکلې رنګ شوې او مختلف وسایل یې درته نصب کړي دي. د کور منځ وګورئ او یو یو دقیق وځیرئ. ممکن ډیرې داسې نیمګړتیاوې وي، چې په رنګ او روغن کې به پټې وي. د کور څښتن ته مه وايئ، چې حتما به په کور کې پنځه یا اته تنه وئ.

د کورنۍ د غړو شمېر شرط مه ږدئ، ځکه ممکن په ګرمیو کې مو د کور واده شوي غړي هم در شي. د کور څښتن ته له کور نیولو مخکې ووايئ، چې کور درته رنګ کړي. د کوټو لپاره داسې رنګ انتخاب کړئ، چې ستاسې له غالۍ، فرش او پردو سره سر وخوري. دا مهم څیز دی، ځکه لګښت یې هم د کور په څښتن راځي، خو که تاسې تر کور نیولو وروسته د کوټې لپاره د فرش او پردو رنګ بدلوئ، تاسې به ډیر زیان کوئ.