دترکيې ولسمشر د قرانکریم د ښکلي قرائت په سیالۍ کې ګډون وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې  د قرانکریم  د ښکلي قرائت د سیالۍ په وروستۍ شپه کې  ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  د ولسمشرۍ ماڼۍ  د ملت په کولتوري مرکز کې  جوړه شوې د سیالۍ  د  وروستي پړاو  په مراسمو کډونوالو ته په وینا کې وویل « په واقعیت سره پدې سیالۍ کې ګډون کوونکو  قاریانو  د ښکلو قرائتونو  سره  د تلویزیون نندارچیان  ډیر خوشحاله کړي دي. د ترکیې خلکو دا سیالي  په ډیر شوق سره  ننداره کړه. »

ولسمشر اردوغان  وویل چې په ښکلي غږ  او صحي  ډول سره  د قرانکریم  قرائت کول  ځانګړی اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان  پدې سیالۍ کې د اول مقام ګټوونکي  قاري مصطفی التن ته  د ترکیې د مشهور خطاط قره هیساري په ښکلي خط لیکل شوی  قرانکریم  په ډالۍ کې ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ګورو  دلته  په سیالۍ کې د قاریانو په مخکې هم  همدا  قرانکریم  پروت دی. ښکلی تصادف  وشو.

هغه وویل چې  په واقعیت چې  د هیواد نامتو خطاط قره هیساري  د ډیر ځانګړي مهارت  او ښکلي خط سره دا قرانکریم  لیکلی  دی. تزیین  په برخه کې هم  د ویلو لپاره څه نلرو. هره پاڼه يي په جلا جلا توګه  تزیین او تزهیب  شوې ده . د هیواد دې نامتو خطاط ته د الله نه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو.

ولسمشر اردوغان  پدې سیالۍ کې د دویم  مقام ګټوونکي قاري شکور اصل ایرن او د دریم مقام ګټوونکي  قاري عثمان بوستانجي ته  هم  عیني قرانکریمونه په ډالۍ کې ورکړل.