پنجشنبه , 18 اپریل 2024

دتشویش او سودایي توب ختمولو لپاره باید څه وکړو؟

 

که چيري تاسي په دې نه توانېږى چي د تشويشونو څخه مخنيوى وکړئ، نو بايد وضعيت ته مو تغير ورکړئ. بايد فکر وکړى چي څه بايد وسي چي هغه ستاسي تشويشونو کموي او په راتلونکي کي تاسي دهغه تشويش سره نه مخ کيږى. دا کيداى سی چی په داسي طريقه بدلون وکړي چي تاسي خپل د خبرو طريقې ته دخلکو سره بدلون ورکړى او يا هم د خپلو کاري کړنو د کولو ميتود تغيرور کړئ. ګټوري لاري يې لاندي ذکر کيږي.

د خپلو احساساتو بيانول: که چيري يو شي او يا يو څوک تاسي آزاروي، نو تاسي هغو ته خپل احساسات په ډير مؤدبانه ډول سره بيان کړى.که چيري تاسي هغو ته خپل احساسات بيان نه کړئ، موجوده حالت پرځاى پاته کيږي، هيڅ بدلونه پکښي نه راځي او کيداى سي دير ژر ورته ستونزي سره يو ځل بيا مخ سئ.

و سازش کولو ته چمتو کيدل: که چيري تاسي يو چاته واياست چي هغه خپل په رويه کي تغير راولي، نو تاسي بايد انتظار وباسى ، حوصله وکړى چي دا کار ستاسود دواړو لپاره ګټور دى کيداى سي په ډير لنډ وخت د يو بل په وړاندي رويه تغيرکړى، په پايله کي به تاسي دواړه يو خوشحاله راتلونکى ولرى.

مثبت فکر درلودل: د ژوند هر ستونزه پاى لري. په ژوند کي مو د ستونزو سره مقابله وکړئ، خپل هغه نهايي کوښښ مو په کار واچوى تر څو د پرتو ستونزو څخه مخنيوى وکړئ.که چيري تاسي امتحان لرى او دهغه د پاره بايد مطالعه وکړى اوکه چیری ستاسي ملګرى مو کورته راځي نو هغه په ډير واضح شکل وواياست چي تاسي يواځي پنځه دقيقې لرى چي خبري وکړئ.

خپل وخت په ښه ډول تنظيمول: د وخت نه تنظيمول کيداى سي چي تاسي د ډيرو تشويشونو سره مخ کړي، کله چي تاسي په ډير نازک حالات کي قرار لرى او کوښښ کوى چي د ستونزو په وړاندي مو ودريږى، نو بايد په ټولو چارو کي مو ډير جدي اوسئ. که چيري تاسي په دې ډاډمن سولاست چي تاسي ته پرتې ستونزي ډيري نه دی او دهغو په وړاندي تاسي دريدلاى سئ، نو ليري نه ده چي تاسي به د تشويش څخه پاک راتلونکى ولرى او د هغو تشويشو څخه به خلاص سي چي تاسي ځوره وه لاست.

د تشويش د تنظيمولو دريمه ستراتيژي: د تشويش د عواملو سره توافق کول

که چيري تاسي د تشويش عوامل له منځه وړلا نه سي نو بيا خپل ځان ته بدلون ورکړئ. تاسي کولاى سي په ډيري اسانۍ سره دتشويش د عواملو سره ځان عادي کړى، د تشويشو د عواملو سره دتوافق لپاره بايد تاسي پر خپلو حواسو کنټرول ولرى او په خپله رويه او توقوعاتو کي مو تغير راولئ.

د ستونزو کابو کول: کوښښ وکړى چي ستونزي ته د ډير مثبت اړخ څخه وګورئ، که چيري تاسي د لاري بنديز ته په يو قهرجن انداز ګورئ او د لاري بنديز ته مو ډيره حوصله کميږي، خو حوصله مو مه کموى، دې ته د يو فرصت په سترګه وګورئ، خپل د خوښي راډيويي چينل مو واورى او د خپل يوازيتوب څخه مو خوند واخلى.

و غټ تصوير ته کتل: ددې څخه هدف دا دى چي تاسو مو ستونزو ته د يو مثبتي زاويې څخه وګورئ.د خپل ځان څخه مو پوښتنه وکړئ چي آيا دا کار ډير مهم دى چي بايد په دې مياشت کي وسي ، يا په دې کال کي وسي، چي زموږ د خفګان لامل ګرځي که ستاسي جواب يا وي نو پر بل شي فکر وکړى او دغه انرژي مويو ګټور ځاى استعمال کړئ.

د خپل معيار تنظيمول: هنر(کمال) د ستونزو د سرچينو د له منځلو وړلو مهمه وسيله ده.لاس تر زني کښېنستل او د ناکامۍ انتظار ايستل ستونزي نه سي هوارولاى نو دمصروفيت لپاره د خپل هنر څخه بايد اعظمي استفاده وسي. د خپل ځان او نورو لپاره بايد د مناسب معيار څخه استفاده وسي او په هغه باندي قناعت وسي، ځکه تر هيڅ خو يوڅه کول ښه دي.