پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دردونه

زره مې تا پسي ژړيږي چيرته تللی يي له مانه

راشه راشه د زړه سره راشه راشه په ما ګرانه

 

دا ستا زړه دی په ګوګل کې که تور کاڼی د صحرا دی

هيڅ نظر دې پر ما نشته بې پروا ګرځې جانانه

 

چه ته لري لري گرځي دا ژوندون مي په اور سوزي

غم مي زيات نكړي دلبره زه غمجنه يم پخوانه

 

لا تر څو به له غمه د بيلتون په لمبو سوزم

لا تر څو به ژوند تيريږي بې له تانه بې له تانه

 

لږ نظر د رحم وکړه اوښکې اوښکې سترګې ګرځم

زخمي زړه ته مې ټکور شه ای زما د درد درمانه

زرمينه حسن اتمانزۍ