پنجشنبه , 18 اپریل 2024

دسوداګرۍ وزارت وایې، دکندهار دسوداګرو ستونزه به ډیر ژر حل کړي

سوداګرۍ وزارت د کندهار سوداګرو د ستونزو د حل ژمنه وکړه. د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ او دغلته یې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې واورېدلې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل، کندهار یو تجارتي، زراعتي او صنعتي ولایت دی، خو دلته په سوداګریزه برخه کې ډېرې ستونزې شته چې باید حل شي.

هغه تر هر څه وړاندې د برېښنا د کمښت ستونزه یاده کړه چې یادې شوې درې واړه برخې یې اغېزمنې کړې دي. مومند د افغانستان- هند هوايي دهلېز یادونه هم وکړه چې له کندهاره یواځې یوه الوتنه شوې او دغه لړۍ د ځنډ ښکار ده. دغه راز ده له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې له نړیوالو بانکونو سره خبرې وشي څو په ولسوالیو کې کولډ سټورونه جوړ شي او د مېوې تجارت وده وکړي. د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي وویل، کندهار ته یې د سفر موخه د سوداګرو د ستونزو اورېدل او تر ولسمشر پورې رسول دي.

هغې زیاته کړه، مرکز تل کندهار ته پاملرنه کوي ځکه د دغه ولایت سوداګرو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان نوم د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې ځلولی دی.