پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دغه خواړه مو د شکرې په ناروغۍ اخته کوي!

 

ورېجې یو له هغو خوړو څخه دي چې افغانان ورسره ډېره مینه لري، خو په دې وروستیو کې ځینو څیړنو د دغه خواړه یو شمېر روغتیايي زیانونه په ډاگه کړي.

په نړۍ کې د وریجو تر ټولو زیات شوقیان د اسیا په وچه کې دي. د اسیا خلک د نړۍ ۹۰ سلنه وریجې مصرفوي او په اسیايي هېوادونو کې هڅه کیږي په ورځ کې یو ځل له ورېجو څخه خوند واخېستل شي.

خو پوهېدئ چې ورېجې خپل ترکیب کې د ځینو نورو گټورو او مضرو موادو تر څنگ زیاته اندازه نشایسته هم لري چې د انسان په روغتیا ډېره ناوړه اغېز کوي.

د سریلانکا د کالج اف کېمېکل ساینسز د یوې نوې څېړنې پر بنسټ د سپینو ورېجو له اندازې زیات استعمال د شکرې ناروغۍ خطر زیاتوي.

یو قاب ورېجې ۲۰۰ کالوري لري چې له نشایستې څخه جوړ شوی وي او بدن ته داخلېدو سره په قندي موادو بدلیږي او د اضافي وازدې پیدا کېدو لامل گرځي.

خو په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې یوې ځانگړې طرېقې سره د ورېجو پخول په دغه خواړه کې شته کالوري ۵۰ سلنه کمولی شي او پر روغتیا ناوړه اغېز يي له منځه وړلی شي.

د څېړنې پر بنسټ کله چې د ورېجو پخولو لپاره اوبه ایشول کیږي نو په کې له ورېجو اچولو څخه وړاندې یوه اندازه د ناریال (کوپره) تېل اضافه کړئ.

د څیړونکو په وینا په ورېجو کې د ناریال د تېلو اندازه باید د ورېجو د وزن ۳ سلنه وي، او کله چې ورېجې پخې شوې نو باید پرېښودل شي چې سړې شي بیا وخوړل شي.

څنگه چې وړاندې وویل شول ورېجې زیاته اندازه نشایسته لري او هېره دې نه وي چې نشایسته مختلف ډولونه لري، خو د نشایستې هغه ډول چې د شکرې ناروغۍ لامل گرځي په چټکۍ سره هضمیږي او ډېر ژر په گلوکوز او له هغې وروسته په گلایکوجن بدلیږي.

که چېرې انسان فعاله ژوند ونه لري او په ورځنۍ ډول ورزش نه کوي نو دغه خواړه د خېټې د غټېدو او په بدن کې د وازدې د زیاتوالی لامل گرځي.

په څیړنه کې همداراز ویل شوي چې د خواړو پخولو طرېقې بدلولو سره د نشایستې خاصیت بدلیدی شي.