دغه دوه خواړه مو د زړه له ناروغیو ژغوري

څېړنو او پلټنو موندلې چې  ډسمبر او جنوري میاشتو کې پر سړيو د زړه د حملې گواښ زیات وي او لامل يي د تودوخې ټېټه درجه ښوول شوې.

د انگلستان جرنل اف مېډېسن روغتیايي مجلې کې خپره شوې څېړنې پر بنسټ که چېرې د کوم کس د کورنۍ پخواني غړي د زړه ناروغي ولري نو دوی لپاره د ژمی دغه دوه میاشتې  ډېرې سختې وي.

خو له نیکه مرغه د ژوند طرېقې بدلولو او خپلو خوړو کې مثبت بدلون راوستلو سره د دغې ستونزې مخنیوی امکان لري. دغې څېړنې کې دا هم ویل شوي چې گټورو خوړو سره د دغې ستونزې مخه نیول کېدای شي.

په څېړنې کې د زړه د حملې تر ټولو ستر لامل هم ډاگه شوی. څېړنې کې ویل شوي چې د زړه دریو حملو کې یوه حمله يي د ناوړه یا مضر خوړو او د ژوند غیر روغتیايي طرېقې له امله وي.

په دغې څېړنې کې له ۵۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو روغتیايي معلومات ټول شوي و او له پایلو څخه څرگنده شوې چې گټور خواړه او د ژوند کولو روغتیايي طریقه د زړه د حملې خطر کې د پام وړ کمی لامل گرځي.

په څېړنې کې همداراز ویل شوي چې چای، کب، هوگه، مگنیزیم او ویټامین کې ۲ (K2) او یو شمېر نور خواړه په ورځني ډول د خپلو خوړو برخه گرځول د زړه د ناروغیو خطر کې د پام وړ کمی راوستلی شي.

څېړونکي وايي چې چای په زیاته اندازه پولي فینول نومې مواد لري چې د وینې شریانونو له ناروغۍ، وینې لوړ فشار یا د وینې غوټه کېدو او یو شمېر نورو ناروغیو څخه مخنیوي کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

څېړونکو ویلي چې په ورځني ډول درې پیالې چای د زړه د حملې خطر ۲۷ سلنه کمولای شي، په همدې ډول د کب خوراک د زړه وژونکو ناروغیو گواښ ۳۲ سلنه کموي.