دفاع وزارت: توره بوړه په بشپړ ډول له داعش ډلې څخه پاکه شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د تورې بوړې سیمه یې په بشپړ ډول له داعش ډلې څخه پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په توره بوړه کې د عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت پچیر اګام او چپرهار ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شوي او دولتي ځواکونه د سلیمانخېلو تنګي په سیمه کې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې اته وسله‎وال وژل شوي او شپږ یې ټپیان دي. د جنرال وزیري په وینا داعشیان اوس له سیمې څخه وتلي دي.

ښاغلي وزیري وویل، د سیمې اوسیدونکو او محلي پولیسو د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره چمتووالی ښودلی او د کورنیو چارو له وزارت او ملي امنیت سره په دې اړه سلا مشورې شوي دي.