دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له ملي دفاع وزارت څخه انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په خاص ارزګان د غزني په آب بند د زابل په ارغنداب د هلمند په خانشین د فراه په انار درې د هرات په شین ډنډ د پکتیا په زرمت او د لوګر په خروار ولسوالۍ کې ځمکنې او هوايي بریدونه تر سره کړي، چې پر مهال یې ۵۶ وسله وال طالبان وژل شوي ، ۲۵ تنه ټپیان او ۵ تنه شکمن ژوندي نیول شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.