پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دفاع وزارت وايي، په غزني کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ افغان ځواکونو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په «ارزو کلان» او «ارزو خورد» سېمو کې عملیات تر سره کړل.

چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۲ وسله وال طالب ووژل شول او ۱۰ تنه ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، همدا راز د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۱ موټر بم چې هدف یې د ملکي او نظامي کسانو په نښه کول وو او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.