دلمر سترګې ته دکیناستلو له ګټو خبر یاستئ؟

یو عام سړی باید په ګرمۍ موسم کښې تر نهویشتو دقیقو (29 Seconds)پورې نیغ په نیغه لمر ته کیني .

روغتیا پالان وایی چې مونږباید هره ورځ څه نه څه لمر ته کینو ځکه چې ویټامین ډی (Vitamin-D)دانسان دبدن لپاره ډیر ضروری دی .

خو سړی باید څومره لمر ته کینی د  اسپانیا د ویلنشیا پوهنتون کارپیژاندو او ډاکټرانو په خپل نوی تحقیق کښې دغه پوښتنې ته ځواب ویلی دی .

داسپانیا ډاکټرانو او طبی کارپیژاندو په خپل تحقیق کښې ویلی دی   چې یو عام سړی باید په ګرمۍ موسم کښې تر نهویشتو دقیقو (29 Seconds)پورې نیغ په نیغه لمر ته کینی .

او دساړه په موسم کښې خلک تر یوسل پنځوس (۱۵۰)دقیقو پورې لمر ته کیناستلی شی .

په ګرمې او ساړه موسمونو کښې لمر ته په کیناستلو سره دومره ویټامین ترلاسه کیږی چې دسړی د ټولې ورځې ضرورت پوره کوی .

داسپانیا دویلنشیا پوهنتون کارپیژاندو تر اوو(۷)  کلونو پورې په لسګونو خلکو د لمر سترګې د وړانګو د اغیزونو او د  ویټامین ډی د اندازې په اړه تجربې او تحقیقات وکړل او دې نتیجې ته ورسیدل چې  لمر سترګې ته کیناستل د  انسانانو د ویټامین ډی ضرورت پوره کوی .