دماشومانو د درواغ ویلو دمخنیوي لپاره غوره لارې.!

 

ټول ماشومان کله کله دروغ وایي.او دغه حالت یې په همیشني عادت باندي بدليږې چې دا یوه لویه ستونزه ده
کله چې ووینئ چې ماشومان مو درواغ وایي.په یوه ګټوره لار له دغه سردرد څخه ځان  و‌‌ژغورئ!
کیداشي دا دوروغ ویل یې په یو بدعادت باندې بدل شي.کله چې ستا سو ماشوم درواغ وایي.اوددغه بدعادت دپریښودو لپاره یې په فکر کې یاست.
په دغه لیکنه کې درته ۹ غوره لاري په ماشومانوکې ددرواغ ویلو دمخنیوي لپاره  درته ښایو
۱.ريښتا ویل په کورکې په یو قانون باندې بدل کړئ.
دخپلې کورنۍ دارزښتناکو قوانینو څخه یوه برخه ریښتیا ویلو ته ځانګړې کړئ. چې ددوستۍ اهمیت ولرې او دا کار دی تاسو زامنوته دا وروښایې چې واقيعاً هغوئ ته ارزښت ورکوئ.حتا ويل ددې وخت سخت دي.
مهمه داده چې هرډول درواغ ویل اوهر ډول ضررونو رامنځته کولو باندې له ماشومانو سره خبرې وکړو
۲.په ماشومانوکې ددرواغ ویلو دمخنیوي لپاره ،دځان ښه الګوه شئ!.

که غواړي چې دخپلوماشومانو حرکت موښه ووینئ.چې هغه دروغ ونه وایې.نو تاسي هم باید دا کاروکړئ.هغه په دي معناچې همیشه ریښتیا وايې.ځکه چې ماشومان نشي کولای چې ګټور دروغ له بي ګټې درواغو سره جلا کړې/ توپیر ورکړي.دماشومانو په وړاندې بايد په هيڅ بې اهمیته مسائلوکي درواغ ونه ویل شې.ځکه ماشوم هغه څه زده کوي چې ويني يې.
۳.د درواغ په مقابل کې تل هڅه کوئ  چې  په ریښتیا باندي خبري وکړئ!
مهمه نه ده چې ستاسو زوی څوکلن دی .په ماشومانو کې د درواغ ویلود مخنيوي لپاره دريښتيا او دوراغ ترمنځ بايد توپير هغوئ ته واضح شې.په دي بايد خبر شئ چې ماشومان ترڅلور کلنۍ پوري دريښتيا او دوراغو  په توپيرباندي پوره نه پوهيږې.د ماشومانو په مقابل کې داسي جملي ویل لکه مثال  ’’اسمان شین دی،چې دا ريښتيا که دوراغ’’ داسې جملې داماشومانولپاره ډيري ګټوري دي.
۴.په ماشومانوکې د درواغ ویلو دمخنيوي لپاره د درواغو ويلو دليل معلوم کړئ.
دري خاص دليلونه دماشومانو د درواغ ویلو لپاره شتون لري:خیال کول،لويې یاځان لوي ښودل،دمنفې عواقبو دمخنیوي او د احتمالې درواغ تشخیص،ددی لپاره ډير برنامې اوځوابونه پیدا کوه.
ـ خيال کول:-ماشومان دښونځۍ دشروع کولو څخه مخکې غالبً خیالې دروغ وایې.

که دی تاسو ماشوم داسې ووايې چې زه پرون شپه سپوږمۍ ته ولاړم له هغه
څخه پوشتنه وکړئ آیا داريښتيا ده یا ته سپوږمۍ ته دورتګ هیله لرې؟ چې داخبره حقیقت ده دا کولای شې له ماشوم سر کمک وکړې چې د واقیعت اوهیلې ترمنځ توپير وکړي.
ـ ځان لوي ښودل
که ماشوم دځان لوي ښولو لپاره درواغ وایې شاید د عزت نفسې یې ښکته وي
اویا دخلګو پاملرنه ځان ته راړه وي په داسې ماشومانو کې د درواغ ویلو دمخنیوي لپاره نوي مهارتونه اوجتماعي فعالیتونو زده کول په نفسې عزت باندي مثبت تاثیر کوي او ګټوردي.
ـ ځان ساتل له مسؤلیت اخیستلو څخه
ټول ماشومان له مشکلاتو څخه دځان دخلاصی لپاره درواغ وايې مهمه داده چې دهغوئ په درواغو کې کامیاب نشي په مقابل کي یې دا بايد هغوئ ته  معلومه شي چې حقیقت هيڅکله نه پټیږې .
۵.ماشومانو ته په درواغ ویلوباند مې هم خبر ورکړي.
کله چې پوره مطمئین شې چې ستاسو ماشوم درواغ ویلې،هغه ته په آرا مۍ سره وواياست. چې تاته یوه بله موقع هم درکوم ترڅو چې ریښتیا ووایې که دی بیا هم درواغ وویل پایله به يې سمه نه وي یایې د پرلپسې درواغ ویلو وروسته ورټئ.او په دې یی پوهی کړئ چې درواغ ګټه نه بلکې تاوان لرې.

په یاد ولرئ چې کله تاسو دریښتیا ویلو د ذدکړې  لپاره سره یوځای کيږئ .نه داچې خپل ماشوم هميشه ملامت کړی.هغه آرام پريږدئ ترڅوهغه په ښه توګه خبري وکړي. دغه آرام پريښودل به له هغه سره ډیر کمک وکړي.
۶.اضافې خبرې د درواغو لپاره ورته وټاکئ.
دغه طریقه هم په ماشومانو کې ددرواغ ويلو دمخنيوي لپاره ګټوره ده.دمثال په توګه،ددې پر ځای چې بريښنايي وسائل له هغه څخه واخلوهغه ته باید اضافه کارونه وټاکو مطمئین ووسئ کومه دنده چې مو ورته ټاکلې ده هغه عدلانه ده.له اندیښنو او ډیروجزا ورکولو څخه ځان وساتی.که جزا ورکول له اندازي څخه ډیره شې،ماشوم دخپل بد حرکت فکر نکوي بلکې ستاسو دبې انصافي فکر کوي.
۷.په ماشومانو کې ددرواغ ویلو دمخنیوي لپاره دطبيعی درواغ په باره کې خبرې وکړئ.
له خپل ماشوم سره ددرواغور په طبیعی عواقبو باندي خبرې وکړي.او هغوئ ته ښکاره کړئ چې په کم ریښتیا ویلو باندي یا په درواغ ویلو باندي په ستاسو باورکول له منځ ځې اوډیرخلګ له دروغجن سړی سره دښې اړیکي لېوالتيا نه لري.

۸.ریښتا ویل قوي کړئ.
کله چې ستاسو ماشوم حقیقت وایی هغه لا نو  وه هڅوئ
. مثلاً ورته ووایاست چې
پوهیږم دا ډیره سخته وه چې  ما ته ووایی.چې دا ګیلاس ما مات کړ او زه پدې ډیرخوشحاله شوم چې ريښتیا مو راته وویل .
۹.له خپلو ماشومانوسره مرسته وکړئ چې په خپل ځان باورپیداکړي.
په خپل ځان باور پيدا کول یې يوه ښه هیله ده د درواغو د مخنیوي لپاره په ماشومانوکې.که ستاسوماشوم ددرواغ وویلو ناوړه عادت ولري.دهغه سره د مرستې لپاره یوه برنامه جوړه کړئ چې هغه په ځان باندي بیا باورپیدا کړي.دمثال په توګه دهغه سره یوتړون وکړي که ریښتیا وایې زه تاته یوه ډالۍ درکوم  هر واري چې هغه ریښتیا ووایې نو تاسي ورته ډالۍ ورکړئ.