دماغ خراب کونکي لس ۱۰ عادت تونه !

۱- د سهار ناشته :

که غواړې سالم دماغ ولرې ، نو د سهار ناشته کله هم مه پرېږده ، څوک چې د سهار ناشته نه کوي ، د هغه په بدن کې د شوګر ( خوږې ) کچه کمیږي ، چې له کبله یې د دماغ ځینو برخو ته کافي غذا نه رسیږي ، او په دې توګه دغه دماغي برخي د وخت په تېریدو سره له کاره غورځي .

۲- ډیر زیات خوراک کول :

په خوراک کې اعتدال ساتل د ډیرو مرضونو څخه انسان ژغوري ، زمونږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته په دې خبره ټینګار کړی چې په خوراک کې اعتدال وکړي ، په خورک کې دي اسراف نه کوي او داسی وخت دي خوراک پریږدي چې لا یې اشتهاء ورته کیږي .کیداي سي د نورو ډیرو ګټو څخه یې یوه لویه ګټه همدا وي چې په دې توګه دماغ هم سالم پاته کیږي ، ځکه چې کله خوراک ډیر وسي ، د دماغ واړه واړه رګونه وپړسیږي ، او زهني وړتیا کمزورې سي .

۳- سګریټ څکول :

وايي سالم عقل په سالم جسم کي وي ، که چیري بدن ناروغه وي ، دماغ به حتما ورسره متضرر کیږي . په علم ثابته سوې چې سګریټ څکول د بلا مرضونو مور ده ، چې په هغو کې سرطان ، د سږي ناروغۍ ، د معدې او زیاتي نوري ناروغۍ ورسره تړلي دي ، خو پر دماغ یې لوی اثیر داوي چې دماغ ځیني برخي په کراره کراره د سګریټ څکولو له وجي خپل صلاحیت له لاسه ورکوي او له کاره غورځي ، چې له کبله یې ډیر احتمال د « زهایمر » ناروغي ورسره پيدا کیږي .

۴- ډیر خواږه خوړل :

ډیر خواږه خوړل ددې سبب ګرځي چې دماغ ته پروټین او نوره غذا په سمه توګه ونه رسیږي ، ځکه چې ددغه غذا او دماغ تر منځ خواږه حایل کیږي ، چې له کبله دماغ د سوء تغذیه سره مخ کیږي او ددماغ د ځینو برخو تلف کیدو او یا هم سمیدو مخه نیسي .

۵- خیرن ماحول او هوا :

د انسان په جسم کې تر ټولو زیات اکسیجن دماغ استهلاکوي، د خیرني هوا استنشاقول دماغ ته د اکسیجن رسیدلو مخه نیسي ، چې له کبله یې ددماغ وړتیا خرابیږي .

۶- لږ خوب :

پوره خوب دماغ ته ارامتیا ور بښي ، او لږ خوب ددې سبب کیږي چې د دماغ یو شمیر برخي ژر له منځه ولاړي سي .

۷- د ویدېدو په وخت کې سر پټول :

کله چې سړی ویدیږي ، باید سر پټ نه کړي، ځکه چې په دې کار سره د اکسیجن مخه نیول کیږي، د دوهم اکسیډ کربون ګاز ترکیز زیاتیږي، چې له کبله یې دماغ ته د اکسیجن نه رسیدو په وجه متاثره کیږي .

۸- د ناروغي په وخت کار کول :

کله چې انسان نارغه وي، نو ښه خبره داده چې استراحت وکړي، د زیاتي مطالعې، درس ویلو او تکلیف ورکوونکو کارونو څخه دي ځان وژغوري، کنه دماغ باندي بد اثر لویږي.

۹- فکر نه کول :

په انسان کې د دماغ وجود کیدای شي تر همدې کار پوري محدود کړو، انسان پیدا سوی د همدې لپاره دی چې د الله تعالی په موجوداتو کې فکر وکړي او خپل خالق تعالی په ښه توګه وپيژني.

الله تعالی په ډیرو مواردو کې انسان فکر کولو ته را بللی، او په همدې وجه کله چې انسان فکر کوي دماغ وده کوي، او کله چې دماغ خپله ورسپارل سوی کار نه کوی، طبیعي ده چې د وخت په تیریدو سره به کار پریږدي، او زنګ به وهي.

۱۰- د ټولني څخه لیري کیدل او د خلګو سره خبری نه کول :

د ټولني او ماحول سره ګډ اوسیدل او د هغوی سره فکري بحثونه کول د دماغ د ترقي او فعالیت د زیاتېدو سبب ګرځي.

کاپي…