دماهی، زیتون اومستو استعمال دپوستوکی دسرطان مخنیوی کوی

دلمر دتیزو شعاوو له امله د را منځته کیدونکی سرطان دمخنیوی لپاره په مارکیټونو کی ډیر کریمونه دواوی اودلمردشعاوو ضد ډول ډول عینکی خرڅیږی.

خودڅیړونکو په اند سالمه غذا هم کولای شی چی ددارنګه ناروغیو مخنیوی وکړی اوس اوس څیړنی شویدی چی دماهی، مستو اوزیتون استعمال دپوستوکی دسرطان په مخنیوی کی ډيرمهم رول اداکوی.

په جرمنی کی دجرمن پوهنتون دڅیړونکو لخوا څیړنی شویدی.

اوڅیړونکو داثابته کړه چی په دغو غذاوو کی داسی اجزاوی موجودی دی چی دلمر دشعاوو له امله درامنځ ته کیدونکی دسرطان دناروغی مخنیوی کوی.

څیړونو داهم ښودلی ده چی سره اوتورته مایل رنګ لرونکی سبزی اومیوی لکه رومیان، زردکی هندوانی اونارنج همه کولای شی دپوستوکی دسرطان مخنیوی وکړی.

اوپه خاصه توګه دزیتون تیل استعمالول دانسان زړه ته قوت ورکوی اودسردویښتانو حفاظت کوی

بخت الرحمن شرافت