دمخابراتو وزارت وایې،سږ کال به ۱۶ میلیارده افغانۍ عاید لاسته راوړو

 

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي چې د سږکال په لومړېو شپږو میاشتو کې يې له اتو میلیاردو افغانیو څخه زیات عواید لاسته راوړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښيي.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال رسنیو ته وویل، د سږکال تر پایه به څه باندې ۱۶ میلیارده افغانۍ لاسته راوړي چې تېر کال دا رقم ۱۴ میلیارده افغانۍ وو.

نوموړي زیاته کړه:

سږکال چې زموږ مالي کال لا ختم نه دی موږ اته میلیارده او اته سوه مېلیونه افغانۍ لاسته رواړي.”

ښاغلی ننګیال وايي چې دغه عواید یې د مخابراتي خدمتونو او افغان پوست څخه ترلاسه کړي دي.