دننګرهارولایتي شورا وایي،په خپل سري توګه دمدني موادو استخراج دناامنۍ لوې لامل دې

په ختيځ کې پروت ننګرهار ولايت چې د معدنې موادو له اړخه يو غني ولايت ګڼل کيږئ د دغه ولايت د ولايتي شورا يو شمير غړي په غيرقانونې او فني شکل د معدنونو د کیندل  کيدو د خبري سربيره وايي په کومو سيمو کې چې معدنونه شتون لري دولت په هغه سيمو بشپړ حاکميت نلري او ترڅنګ يي د معدنونو له امله په لوړه پيمانه عايدات د وسله والو مخالفينو لاسته ورځې چې دغه چاره د دغه ولايت په ناامنې کې مهمه ونډه لري.

دوي له دولت د دغې چاري په مخنيوي کې د کوټلو ګامونو د پورته کيدو غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د ولايتي شورا سربیره یوشمېر قومي مشران هم په خپلسرانه توګه د معدنونو داستخراج خبره کوي.

په همدي حال کې د ننګرهار د معدن ریاست مشر صالح شینواری په غیري قانونې او فني شکل دمعدنونو کیندنو خبره ردوي خو زیاتوي په هغه سیمو کې چې معدنونه موجود دي ناامنه دي او په هغه سیمو کې د هیڅ ډول کړنې په اړه دوې معلومات نلري.

د يادونې وړ ده چې ننګرهار يواځنې ولايت نه دي چې په کې په غيرقانونې توګه معدنونه کیندل کیږي  او وسله وال د دې لاري د اقتصاد له پلوه تقويه کيږئ بلکي په کونړ کې هم د معدنونو په اړه ورته رپوټونه خپريږي او تر يوه بريده د هغه ولايت سيمه يزه چارواکي هم په غير قانونې شکل په لرو پرتو سیمو کې  د معدنونو د کیندل کيدو خبره مني.

سباوون ساحل انعکاس راډيو ننګرهار