ډونالډ ټرمپ ،هغه سفیران چې د اوباما لخوا ګمارل شوي ددندو د ځنډ پریکړه وکړه

د امریکا  متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې په اعتبار سره  د ټولو هغه سفیرانو چې د ولسمشر باراک اوباما لخوا ټاکل شوي دي د دندو  د ځنډولو پریکړه وکړه.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله لیکلي دي چې د ټرمپ  د سیاسي واک د انتقال ډلې بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې د جنوري د شلمې نیټې نه په اعتبار سره د ټولو هغه سفیرانو  چې د ولسمشر اوباما  لخوا په دنده  ګمارل شوي دي د دندو د ځنډولو  غوښتنه کړې ده .

په لیک کې  پرته  د استثناء نه د ټولو  سفیرانو د دندو  د پایته رسولو غوښتنه شوې ده .

د بله پلوه  سیاسي  کارپوهانو  د ټرمپ  ددې پریکړې په اړه اندیښنه ښودلې ده .

کارپوهانو ویلي دي چې  د ټرمپ  ددې پریکړې سره به د نړۍ په یو زیات شمیر مهمو هیوادونو کې  د امریکا  د سفیرانو ځایونه تش شي.

د نوو سفیرانو  ټاکل  او د مشرانو جرګې لخوا تصویبیدل  وخت ته اړتیا لري.

دا لومړی  ځل  دی چې  په امریکا کې  یو ولسمشر  د تیر ولسمشر لخوا ټاکل شوو سفیرانو دندې  ځنډوي.