دوه خواږه ياران

سلامونه يارانو!

نن مو د دوو ملګريو کيسه درته راوړې چې دوی يو له بله خپه کېږي، خو دويم ملګری د خپګان پر ځای يو بل کار کوي، دا چې څه کوي، راځئ تر پايه يې ولولئ؛

***

دوه ملګري په دښته کې روان وو چې ناڅاپه يې په يوه موضوع جنجان پېښ شو. جنجان په اخ و ډب واوښت او په پايله کې يې يوه ملګري، بل ملګری په دا مخ يوه وريته څپېړه وواهه.

څپېړه خوړلی ملګری چې د خپل خوږ ملګري له دې کړنې سخت خواشينی و، د دښتې په يوه برخه کې په شګو وليکل، نن ورځ تر ټولو ګران ملګري په څپېړه ووهلم…

دواړو يارانو په دښته کې مزل ته دوام ورکړ، تر دې چې يوې ابادۍ ته ورسېدل. پراخه ابادي وه. د اوبو ښکلی حوض چې ابادۍ ته يې لا ښېرازي ورکړې وه، د دواړو زړه ته ننووت. پرېکړه يې وکړه چې همدلته به لږه دمه او استراحت کوي.

خواږه ياران چې اوس مهال له يو بله ګيله‌من وو، له دمې وروسته د ډنډ شا و خوا ګرځېدل، ناڅاپي د څپېړه خوړلي ملګري پښه وښويېده او سيده حوض ته ور ولوېد. دا چې د څپېړه خوړلي ملګري لامبل نه وو زده؛ نو نږدې و چې اوبو ډوب کړی وای، خو له ښه مرغه بل ملګري يې اوبو ته ور ودانګل او و يې ژغوره. څپېړه خوړلی ملګری چې دا مهال يې د حوض له غرقېدو نجات موندلی و، په ډېرې سختۍ يې د ډبرې پر مخ وليکل، نن ورځ تر ټولو ګران ملګري، له مرګه وژغورلم.

بل ملګري چې د څپېړه خوړلي ملګري ليکنې ته ځير و، په حيرانۍ وپوښتل، هغه ورځ خو دې زما د يوې څپېړې شکايت، ان د دښتې پر شګو ليکلی و، خو نن ورځ دې په خورا سختۍ، په ډبره باندې د خپلې ژغورنې کيسه ليکې، دا څه دي انډيواله؟

څپېړه خوړلي ملګري وويل؛ کله چې مو چې يو څوک ازاروي، بايد د دښتې په شګو يې وليکو چې د بښنې باد يې ژر پاک کړي، خو کله چې يو څوک مينه راکوي او احسان راباندې کوي؛ نو بايد په ډبرو يې وليکو چې هيڅ باد دا ښېګڼې را نه پاکې هېرې نه کړي.

سرخط