دوه وسله وال طالبان، چې يو ملا امام يې وژلې و ونيول شول

دننګرهار ولایت رسنیو له دفتره انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې ولایت روداتو او خوږياڼو ولسواليو کې هغه وسله وال طالبان ونيول شول، چې د ګڼو نورو جرمونو ترڅنګ يې د قاري نظیف په نوم ملا امام د يو تن د جنازې لمونځ اداء کولو له امله په ډزو سره وژلی و.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ملي امنيت ادارې بالک مشهور په نجيب الله خوږیاڼو او امير الله په روداتو ولسوالۍ کې نیولي دي.
نيولو شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې د قاري نظيف په نوم ملا امام يې د جنازې لمونځ اداء کولو له امله شهيد کړی او په سيمه کې يې ګڼ شمېر نور تخريبې کړنې تر سره کړي دي.
نيول شوي وسله وال طالبان ملي امنيت اداره کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي
وسله والو طالبانو تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

فقیر محمد فقیرزی