پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دوکه باز او لوفر میړه څنګه وپیژنۍ؟!

ایا د ژوند شریک مو درسره دوکه کوي؟! … د تازه څیړنې پایلې يې درته له مخه پرده پورته کوي او اصلي څیره يې درښايي.

 

زه نه غواړم، چې ستاسې او ستاسې د میړه ترمینځ درز واچوام؛ خو که میړه مو خدای مه کړه دوکه باز او دروغجن وي، نو تاسې اړ کیږئ، چې لاس په کار شئ او یو څه وکړئ.

دا ثابته خبره ده، چې که میرمنې په خپلو میړونو شک لري، د ۸۵ سلنه میرمنو شک په ځای دی. بالعکس که سړي په خپلو میرمنو شک لري، نو د نیمايي هغوې شک يې بیځایه دی.

لیون هارټ انډيپینډینټ ته ویلي، چې د میرمنو شک ډير کم وخت غلط وي.

د نیویارک ښار میشت یو څیړونکي میګل رودریګیوز وايي، چې هره هغه میرمن چې ده ته راغلې او په میړه يې د دوکې ورکولو شک درلود، شک يې په ځای و.

هغه زیاته کړه: ((کله چې دوې ماته ټیلفون کوي، دوې یواځې ثبوتونه غواړي. اصلا دوې له وړاندې پوهې وي)).

 

که تاسې د خپل ژوند په شریک شکمن يۍ؛ نو لاندې څو نښې پکې ولټوئ:

 

  • په ناڅاپي ډول د کوروالي (سیکس) کمه دلچسپي
  • په موبایل کې پټې خبرې او پسپسک
  • ډیرې شپې له کوره بهر شپه تیرول
  • تاسې بلاکوي او یا هم د خپل موبایل او کمپوټر پاسورډ بدلوي
  • د خپل بروزر (انټرنیټ) تاریخچه یا هیسټري همیشه پاکوي
  • ډیر کله او په ناڅاپي ډول له کوره د باندې وځي
  • د پیسو مبهم بیلونه ورپسې راځي
  • ناوخته کور ته راځي
  • د عطرو بوی ترې ځي

 

څیړونکي وايي، چې دا ډول خلک اکثره دوکه ورکوونکي او د باور وړ نه وي.

که یو کس دا کار درې یا څلور اوونۍ په مسلسل ډول ترسره کړي؛ روډریګیوز وايي چې دې او دده ټیم به هغوې تعقیب کړي؛ ویډوګانې او تصویرونه به ترې واخلې، او د هغوې دوکه به ثابته کړي.

 

پلټونکي ډلې وايي، چې دوکه باز میړونه اکثره وخت دوې ته پیسې ورکوي، څو د هغوې ثبت شوې ویډوګانې او تصویرونه پاک کړي.