زه ستا تر شاه ولاړه یم، زه په تا باندې باور لرم، ستا خبرو ته مې غوږ نیولی . دو څلوېښت مهم جملې، چې په ویلو سره یې کولای شئ، په ځان باندې د پیاوړي باور لرونکي ماشومان وروزئ .
والدین معمولاً له خپلو ماشومانو سره مینه کوي، خو کله وخت د خپلو ورځینو بوختیاوو په لړ کې له ماشومانو سره خپلې خبرې په کافي اندازه نه سنجوي . باید دې ته ښه پام وکړئ، هغه جملې چې په مټ یې هره ورځ له خپلو ماشومانو سره خبرې کوئ، په راتلونکې کې د هغوی د چلند په بڼه او دننني ماهیت باندې اغېزه ښندي .
ورځپاڼه لیکونکې او د څو جایزو ګټونکې تر نامه لاندې د یوه مشهور وېب سایټ بنسټ ایښودونکې میشل هورتون میندو ته د لارښوونې په تړاو دو څلوېښت جملې ذکر کړي، چې د هغو په ویلو او یادولو سره کولای شئ، په ځان باندې د لوړ اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ .
۱ ـــ مهمه نه ده، چې په غوسه یې ! کولای شم په آرامه کولو کې دې درسره مرسته وکړم .
۲ ـــ مهمه نه ده، چې خپه یې ! تل ستا تر څنګ یم .
۳ ـــ مهمه نه ده، چې د ناهیلۍ احساس کوې ! په دې احساس باندې زه هم پوهېږم .
۴ ـــ هر څه ښه دي .
۵ ـــ له تاسره هغه ډول چې یې، مینه لرم .
۶ ـــ زما له پاره ډېر ارزښت لرې .
۷ ـــ ستا خبروته مې غوږ دی .
۸ ـــ زه دلته یم .
۹ ـــ اړینه نه ده، چې زما د خوښۍ او خوشالۍ په فکر کې واوسې .
۱۰ ـــ ستا اوسنی منفي احساس لنډ مهالی دی .
۱۱ ـــ زه ستا په احساس باندې پوهېږم، قضاوت پرې نه کووم .
۱۲ ـــ هو د لوبو پرمهال دې ننداره کووم .
۱۳ ـــ هو خوښېږي مې، چې د لوبو پرمهال زه هم در سره لوبې وکړم .
۱۴ ـــ هو خوښېږي مې، چې په څنګ کې دې ویده شمه .
۱۵ ـــ ته د دې سبب کېږې، چې زه وخاندمه .
۱۶ ـــ په تا باندې ډاډه یمه .
۱۷ ـــ په تا باندې باور لرمه .
۱۸ ـــ ته کولای شې، چې دا کار ترسره کړې .
۱۹ ـــ هېڅوک بشپړ نه دی .
۲۰ ـــ زما او ستا ترمنځ مینه بېسارې ده .
۲۱ ـــ در نه مننه کووم .
۲۲ ـــ په تا باندې ویاړم .
۲۳ ـــ خوشاله یم، چې په څنګ کې دې یم .
۲۴ ـــ تېروتنه کول، یو طبیعي امر دی .
۲۵ ـــ بیړه مه کوه .
۲۶ ـــ ځواکمن یې .
۲۷ ـــ ویاړم، چې ستا مور یم .
۲۸ ـــ زړور یې .
۲۹ ـــ بښم دې .
۳۰ ـــ کینه دې لرې کړه، وژاړه .
۳۱ ـــ تل ستا په اړه فکر کووم .
۳۲ ـــ نن ډېره درپسې خپه شومه .
۳۳ ـــ کولای شې، خپل باور ته بدلون ورکړې .
۳۴ ـــ کولای شې، د مرستې غوښتنه وکړې .
۳۵ ـــ خبرو ته دې غوږ نیسم .
۳۶ ـــ تاته ګورم .
۳۷ ـــ له تا څخه بښنه غواړم .
۳۸ ـــ ژوند ته مې ښه والی را بښې .
۳۹ ـــ وړتیاوې دې ډېرې زیاتې دي .
۴۰ ـــ د پام وړ یې .
۴۱ ـــ ارزښتمن یې .
۴۲ ـــ لکه څنګه چې یې، تل در سره مینه لرم .
ژباړن : عطا محمد میاخېل