چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دپاکستان اوړو کې اوس هم شګې؛ مسکو غونډې ته خپل طالب استازي لیږي

باوري سرچینې وايي، چې پاکستان د مسکو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د اصلي استازو پر ځای ‏هغو کسانو ته د ګډون زمینه برابره کړې چې د دې هېواد تر نفوذ او اغېز لاندې دي.

ویل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا جلیل اخوند او ورسره ملګري یې دا مهال په مسکو کې دي ‏او له لوړ پوړو روسي چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

دغې ډلې له روسانو څخه غوښتي چې د  طالبانو د قطر دفتر د استازو پر ځای د ‏دوی له خوا معرفي کېدونکي طالبان د مسکو غونډې ته معرفي کړي.‏

پاکستان پخوا هم د طالبانو په استازیتوب چین او مسکو ته خپل کسان لېږلي وو.

تېره اونۍ پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ چې د طالبانو یوه پلاوي د مسکو غونډې په اړه له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې لیدلي دي.

د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ په دغه پلاوي کې امیر خان متقي، لطیف منصور، ملا محمد ترابي، ملا سعدالدین، ملا داوود او د سراج الدن حقاني اوښی یحیی حقاني شامل وو.

ټاکل شوې چې د مسکو غونډه په راتلونکې اپرېل میاشت کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي چې افغانستان، هند، پاکستان، ایران، چین او طالبانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو بلنه یې رد کړې ده.

ویل کېږي چې پاکستان په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه په خبرو کې مرکزي رول لري، نو ځکه هغه څه کوي چې هلته داسې طالب استازي واستوي، چې د پاکستان له دریځه دفاع وکړي.

د مسکو د غونډې اجنډا ظاهراً د افغان سولې په تړاو خبرې بلل شوې دي، خو ویل کېږي چې په یاده غونډه کې به روسیه او چین د طالبانو پر هغې غوښتنې هم خبرې وکړي چې وايي د طالب مشرانو نومونه دې د بندیزونو له لېست څخه واېستل شي.

افغان حکومت په دې ناسته کې د طالبانو له ګډون سره توافق نه دی کړی، خو ویل کېږي چې پاکستان، چین او روسیه په دې غونډه کې د طالبانو د حضور ملاتړ کوي.