دپاکستان د کوټې په یوه کلیسا کې ځانمرګي بریدګرنږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني چاواکي وایي، په کوټه کې پر یوې کلیسا د ځانوژونکې حملې په نتیجه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي وویل، په دغه برید کې چې نن یکشنبه د بیتل میموریال متدویست پرکلیسا وشوه، لږترلږه دوو وسله والو پکې لاس درلود.

بوګتي وویل، یوه حمله کوونکي د کلیسا له دروازې سره چې په انګړ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شااوخوا ۴۰۰ کسان د کرسمس له جشن مخکې د یکشنبې د ورځې د مراسمو لپاره راټول شوي وو، ځان ته چاودنه ورکړه.

د هغه په وینا دوهم حمله کونکی مخکې له دې چې په ځان پورې چاودیدونکي مواد والوزوي، د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

د بلوچستان ایالت د پولیسو مشر معظم انصاري وویل، ټول قربانیان د کلیسا په انګړ کې راټول شوي عبادت کوونکي دي.

د پېښې ټپیان د کوټې لوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه د دغې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.