دپاکستان په کراچۍ ښار وسله وال برید کې څلور پولیس وژل شوي

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې پولیس چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په دې ښار کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی او لږ تر لږه ۴ پولیس یې وژلي دي.

د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ ماښام د دې ښار د ساېټ سیمې په حبیب چورنګي نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا په تېرو څو اوونیو کې په کراچۍ کې د وسله والو له خوا پر پولیسو دویم برید دی تر دې مخکې د تېرې میاشتې په ۲۱مه نېټه هم نامعلومو وسله والو په دغه ښار کې د پولیسو پر یوه موټر برید کړی و چې لږ تر لږه ۲ پولیس یې وژلي او ۱ یې ټپی کړی و.

د کراچۍ ښار د پولیسو یوه مشر مشتاق مهر د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو هغه وخت پر پولیسو برید وکړ چې هغوی په یوه هوټل کې روژه ماتی کاوه.

د مشتاق په خبره، وسله وال تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو زیاتوي چې امنیتي ادارو د پېښې تحقیقات پیل کړي او د بریدګرو د نیولو هڅې یې روانې کړي دي.