دپاکستان په کورمه ایجنسۍ سیمه کې بمي چاودنې ۴ پاکستاني پوځيان وژلي

 

افغان پولي ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د پاکستان پر ملېشه ځواکونو چاودنې شوي چې د چارواکو په وینا هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورمې ایجنسۍ ځايي چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ د دې ایجنسۍ په خرلاڅۍ سیمه کې پر ملېشه ځواک پرله پسې درې چاودنې شوي چې په نتیجه کې یې د دغه ځواک د یوه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پر ملېشه ځواک لومړۍ چاودنې دوه پوځیان وژلي او يو ټپي کړی و، چې تر لومړۍ هغې وروسته په همغه ځای کې يوه بله چاودنه کې يو بل پوځي ژوبل شو.

چارواکي وايي چې تر دوو چاودنه وروسته چې کله نور سرتېري د پېښې ځای ته ورغلل، نو درېیمه چاودنه پرې وشوه چې د یوه افسر په ګډون په کې دوه نور پوځیان هم ووژل شول او زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوي پوځیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

له بلې خوا بیا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر ISPR په کورمې ایجنسۍ کې پر ملېشه ځواکونو د چاودنو او د ۴ هغو د مړینې پخلی کړی دی.

دغه دفتر په دې اړه په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، دا بمي چاودنې پر هغو امنیتي سرتېرو شوي چې په سیمه کې د ترهګرو له منګولو د ژغورل شوې امریکايي ـ کاناډايي کورنۍ د تښتوونکو د سهولتکارو د لټون لپاره پر تالاشي عملیاتو بوخت وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په کورمې ایجنسۍ کې پر پاکستانیو ځواکونو د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخېستی دی.