دپښتین په مشرۍ دپښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په ۵ ورځنې ناسته پيل شوه

د منظور پښتین په مشرۍ د کوزې پښتونخوا د ملي پاڅون غږ په افغانستان کې هم بدرګه کیږي.

پّ کابل کې سلګونه ځوانان په حضوري چمن کې را غونډ شوي او د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ راوتلي دي.

د پرلت یو تن ګډونوال وحدت الله وزیري له نړیوالو غواړي چې د کوزې پښتونخوا پښتنو قومونو پوښتنه دې وکړي.

په ورته وخت کې د غونډې یو بل ګډونوال ایمل بریال  چې له تېرو پینځو ورځو راهیسې په حضوري چمن کې د یوې خیمې لاندې له نورو ځوانانو سره خپل اعتراض ته دوام ور کوي وايي پاکستان د کوزې پښتونخوا په پښتنو د ظلمونو د پای وخت را رسیدلی دی.

دی وايي تر هغې به یاده خیمه ټوله نه کړي چې څو د کوزې پښتونخوا ولسي پاڅون نه وي بریالی شوی.

بلې ډډې ته د منظور پشتین په مشرۍ د کوزې پښتونخوا ولسي غورځنګ زرګونه ځوانان په پیښور کې د ستر لاریون لپاره چمتو والی نیسي.

دوی وايي تر اوسه یې د پاکستان پوځ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

جمشید ملکزی